اطلاعات روز: د طالبانو کورنيو چارو وزارت د ننګرهار پر تورخم دروازه له پاکستاني پوله ساتو سره نښته تاييد کړې ده او ويلي يې دې چې لومړی ډزې پاکستاني لوري کړې دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع پر ايکس ټولنيزې شبکې ليکلي چې طالبانو د پاکستاني پوله ساتو ډزو ته ځواب ورکړی او د دواړو اړخونو تر منځ نښته شوې.
ده زياته کړې چې د دواړو اړخونو مسوولين له دې نښتې خبر دي او هڅه کېږي چې د دې نښتې علت روښانه شي او د تکرار مخه يې ونيول شي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند له پاکستاني پوله ساتو سره د دې ډلې د ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه څه نه دې ويلي. د دې نښتې له امله د تورخم لار تړل شوې.
ځايي سرچينې وايي چې دا نښته نن (چهارشنبه، ۱۵ د وږي) تر غرمې وړاندې شاوخوا يوولس بجې را منځ ته شوې او دواړو اړخونو پکې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستی دی.
ځايي سرچينې وايي چې په دې نښته کې د دواړو اړخونو يو شمېر کسان ژوبل شوي، خو د ژوبلو شويو کسانو دقيق شمير يې نه دی ښوولی.
د ځايي معلوماتو پر اساس، دا نښته هغه مهال شوې چې طالبانو غوښتل تورخم دروازې ته نژدې يوه امنيتي پوسته جوړه کړي چې د پاکستان د پوله ساتو له غبرګون سره مخ شوي دي.
پاکستاني سرچينو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دې ويلي.
تر دې وړاندې هم په ځلونو طالبان د پاکستان له پوله ساتو ځواکونو سره ښکېل شوي او ځيني وختونه د دې نښتو له امله د دواړو هيوادو تر منځ د تورخم او نورې لارې تړل شوې دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له شمېرو سره سم، په وروستيو دوو کلونو کې د دې ډلې د ځواکونو او د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د پوله ساتو تر منځ ۵۰ نښتې شوې دي.
