اطلاعات روز: زابل ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي چې د ځمکې پر سر د دوو قومونو په نښته کې يو تن په ډزو وژل شوی دی.
د طالبانو ځايي پوليس وايي چې دا پېښه تېره شپه (يکشنبه، ۱۲ د وږي) ناوخته د زابل مرکز کلات اړوند د سرخوګانو سيمې په «ملايانو» کلي کې رامنځته شوې.
د طالبانو امنيتي مسوولين وايي چې د دې دوو قومونو تر منځ په نښته کې د ګلبدین په نوم کس وژل شوی.
طالبانو ويلي چې د وژل شوي کس د قتل عاملين يې نيولي دي.
وخت ناوخته د زابل په شمول په بېلابېلو ولايتونو کې د ځمکو پر سر شخړې پېښېږي چې مرګژوبلې هم لري.
