عبداللهيان: طالبانو د حقابې په اړه زموږ هېلې نه دي پوره کړي

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسین امیر عبدالهیان له هلمند سيند څخه د دې هيواد د حقابې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې طالبانو یې هېلې نه دي پوره کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د دې هيواد له «اطلاعات» ورځپاڼې سره په خبرو کې چې نن (شنبه، ۱۱ د وږي) خپرې شوې، ويلي چې «زموږ هيله دا وه چې کله د ۱۳۵۱ کال له تړون سره سم په افغانستان کې د اوبو د کچې شاخص د ګډ تخنيکي پلاوي له لوري کتل کېږي، نو بيا بايد په دوامداره توګه [دا کار] وشي».

نوموړي زياته کړې: «موږ له يوه کال راهيسې له افغانستان څخه د دې ليدنې غوښتنه کړې او تخنيکي پلاوي له هغه څه ليدنه کړې چې په تړون کې راغلي؛ خو لومړۍ خبره داده چې دا ليدنه بايد دوامداره وای او دويم دا چې د ورښت په مياشت (وري) کې بايد شوې وای.»

امير عبداللهيان له هلمند سيند څخه د ايران د حقابې په اړه په خپلو خبرو کې ويلي: «که ووايم د اشرف غني د وخت په پرتله د حقابې په اړه په ښه وضعيت کې يو.»

ده زياته کړې، چې «موږ نه هېروو چې کله د اشرف غني په وخت کې د کجکي بند پرانيستل کېده، د افغانستان د هغه وخت ولسمشر کومه جمله وکاروله، خو د افغانستان واکمنې ډلې (طالبانو) بيا – بيا په صراحت ويلي چې تړون ته ژمن دي».

د ايران د بهرنيو چارو وزير د ۱۳۵۱ کال د تړون په اړه د طالبانو څرګندونو ته په اشارې چې ويلي يې و، ورته ژمن دي، زياته کړې چې «زموږ خبره داده چې که يې منئ نو بايد زموږ حقابه راکړئ».

ده په افغانستان کې د وچکالۍ او اوبو د نشتون په اړه د طالبانو استدلال سياسي نظر بللی او ويلي يې دي چې په دې اړه بايد د قضاوت معيار د دواړو هيوادونو تخنيکي ټيم وي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د مرکې په يوه برخه کې ويلي، چې ايران «د افغانستان اوسنی وضعيت» په رسميت نه پېژني او د افغانستان د ټولو قومونو په ګډون د ټول ګډونه حکومت جوړول حل لاره ګڼي.

ده په دې مرکه کې ويلي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د طالبانو چلند سل په سلو کې «د دواړو هيوادونو له مصالحو سره سم» نه و او ننګونې شته دي او پر پوله څو شخړې هم رامنځته شوې دي.

دا څرګندونې په داسې مهال کې کېږي چې د دهراوود د اوبو ارزونې له دستګاه څخه د ايران د تخنيکي پلاوي تر ليدنې وروسته په کابل کې د دې هيواد ځانګړي استازي او د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي اعلان کړی چې دې پلاوي په زمري مياشت کې د اوبو جريان تر يوه عادي اوبيز کال کم ګڼلی دی.

له دې سره-سره، طالبانو په دې وروستيو کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په تړاو د ايران غوښتنې ته په اشاره ځواب ورکړی.

د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل «تاسو چې تل موږ ته د ټولشموله حکومت سپارښتنې کوئ، ايا په خپل هيواد کې ټولشموله حکومت لرئ؟ ايا تاسو د خپلو وګړو حقوق ورکړي دي؟ زموږ په زندانونو کې دومره زندانيان نشته لکه تاسو چې یې اعداموئ».

له دې لفظي ترينګلتياوو سره-سره په وروستيو ورځو کې د ايراني چارواکو او پلاوو ليدنې له طالبانو سره زياتې شوې دي او ټاکل شوې چې د ايران يو قضايي پلاوی هم کابل ته سفر وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه