معترضې ښځې: نړۍ دې په افغانستان جنسيتي اپارتايډ په رسميت وپېژني

Photo: sent to Etilaatroz

اطلاعات روز: په کابل کې د «ازادۍ پر لور د ښځو خوځښت» په نوم یو شمیر معترضو ښځو په يوه سرپټي ځای کې د يوې اعتراضي غونډې له لارې له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې جنسيتي اپارتايډ په رسميت وپېژني.

همدا راز دې ښځو په افغانستان کې د ښځو د «سيسټماټيکو او هدفي» وژنو د مخنيوي غوښتنه هم کړې ده.

دوی د «عدالت، عدالت، ستړې يو له جهالت» او «طالبان جنايت کوي، نړۍ يې حمايت کوي» شعارونه بدرګه کړي.

معترضو ښځو له نړۍ غوښتي چې د طالبانو ملاتړ دې نه کوي او دا ډله دې په رسميت نه پېژني.

د جرمني د کلن په ښار کې يو شمېر افغان ښځينه فعالانو هم په افغانستان کې د ښځو وضعيت ته د نه پاملرنې په اعتراض کې خوراکي اعتصاب کړی او له نړۍ غواړي چې په دې هيواد کې جنسيتي اپارتايډ په رسميت وپېژني.

پرون (يکشنبه، ۱۲ د وږي) د دې فعالانو د غذايي اعتصاب دوولسمه شپه وه.

يوه له اعتصاب کوونکو تمنا زرياب پرياني وايي، چې د دې او ملګرو روغتيايي وضعيت يې سم نه دی، خو خپل اعتصاب ته دوام ورکوي.

طالبانو په افغانستان کې د واک له تر لاسه کولو وروسته، د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدوديتونه لګولي دي.

اوس مهال ښځې او نجونې د کار، زده کړو او ازاد تګ-راتګ اجازه نه لري.

د بشري حقونو فعالان وايي، چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ښايي «د جنسيت پر اساس بشري جنايت او جنسيتي اپارتايډ وبلل شي».

د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په تازه توګه ويلي، چې په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ بحث اړين دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه