سيګار: امريکا ته د کډوالۍ د ويزې ۸۴۰ زره غوښتونکي لاهم افغانستان کې پاتې دي

Photo: Andrew Harnik / AP

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکې اداره (سيګار) وايي، ۸۴۰ زره هغه افغانان چې امريکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ويزې (ايس آی وي) غوښتنه يې کړې، لاهم په افغانستان کې پاتې او د خپلو غوښتنلیکونو پايلو ته په تمه دي.

د هغه راپور له مخې چې سيګار د پنجشنبې (۹ د وږي) په ورځ خپور کړی، له افغانستانه د امريکا د وتلو له وخته د دې برنامې غوښتونکي ډېر زيات شوي دي.

سيګار ويلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په مياشت کې د هغو خلکو شمېر ۳۰ زره وو، چې امريکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ويزې غوښتنه يې کړې وه، خو د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبر مياشتې پورې دا شمېر ۱۵۵ زره غوښتونکو ته رسېدلی دی.

په دې راپور کې راغلي چې په دې شمېرو کې د غوښتونکو د کورنيو د غړو شمېر نه دی شامل چې د قبلېدو په صورت کې هغوی ته هم په امريکا کې د اوسېدو اجازه ورکول کېږي.

سيګار ليکلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ارزونې سره سم، د روان ميلادي کال تر اپريل مياشتې پورې د مهاجرت د ځانګړې ويزې تر ۸۴۰ زره زيات غوښتونکي  په افغانستان کې پاتې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ټول غوښتونکي نه قبلېږي او ۵۰ سلنه غوښتونکي چې غوښتنه يې تر کليدي مرحلو نه وي رسېدلي، په شرايطو پوره نه ګڼل کېږي.

دې وزارت زياته کړې، چې د امريکا ولسمشر په ۲۰۲۱ جنوري کې د کار له پېل راهيسې بيا د روان ميلادي کال تر اګست مياشتې پورې، دې هيواد ته د کډوالۍ ۳۴ زره ځانګړې ويزې صادرې کړي چې د تېرو کلونو په پرتله پام وړ زياتوالی ښيي.

سيګار ويلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزرات اوس مهال د غوښتنو د ارزولو لپاره زيات کارمندان استخدام کړي او له پنټاګون سره يې هم د غوښتونکو د کار د تاييد لپاره همغږي کړې ده.

امريکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ويزو (ايس آی وي) پروګرام د ۲۰۰۹ ميلادي کال پر مهال د هغو افرادو لپاره را منځته شو چې په افغانستان کې يې له امريکايي ځواکونو او بنسټونو سره کار کړی و او له همدې کبله په خطر کې و.

پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته، د غوښتونکو د شمېر له زياتېدو سره-سره غوښتنو ته د رسيدګۍ پر ورو بهير زياتې نيوکې شوې دي.

تر دې وړاندې اسوشيټيډپريس راپور ورکړی و چې هغه ۱۵۰ زره کسان چې د امريکا ويزې ته منتظر دي، په پاکستان کې «د بې برخليکۍ په برزخ» کې ژوند کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه