اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې د افغانستان د خلکو لپاره د دې سازمان د حق غوښتنې غوښتنليک په ټوله نړۍ کې خلکو لاسليک کړی دی.
دې سازمان تېره شپه (سېشنبه، ۷ د وږي) پر ايکس خواله رسنۍ ليکلي، چې پر غوښتنليک لاسليکوونکو د افغانانو د ازادۍ، کرامت او برابرۍ کې د دوی د ژوند کولو ملاتړ کړی دی.
دوی همدا راز له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نقض دې پای ته ورسوي.
د بښنې د نړيوال سازمان دا غوښتنليک چې تېرکال خپور شوی، پکې راغلي، طالبانو نه يوازې دا چې د افغانستان د خلکو د حقونو د ملاتړ په تړاو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، بلکې خپل تاوتريخوالی يې له سره پېل کړی او په بشپړ مصونيت سره د بشر حقونه نقضوي.
د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونه له هره اړخه د بريد ښکار دي او بايد مخه يې ونيول شي.
دې سازمان ټينګار کړی چې طالبان دې په افغانستان کې د بشري حقونو فاحش نقض ته د پای ټکی کېږدي او د قومي او مذهبي لږکيو، ښځو او نجونو، همجنسپالو، د بشري حقونو د مدافعینو، د مدني ټولنې د غړو، قاضيانو، وکيلانو، پخوانيو دولتي چارواکو، ورځپاڼه ليکونکو او نورو د بشري حقونو فاحش نقض او د هغوی انتقامي وژنې او پر هغوی بريدونه دې ژر تر ژره پای ته ورسوي.
