اطلاعات روز: د سپينې ماڼۍ وياندې کارين ژان پير وايي، چې امريکا د طالبانو له پیاوړي کیدو پرته د افغانستان له خلکو سره د مرستې په هڅه تمرکز کوي.
د سپينې ماڼۍ وياندې تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د وږي) په واشنګټن کې د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، موږ به د افغانستان له خلکو سره مرسته کوو، پرته له دې چې طالبان ځواکمن شي.
دې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بنديز په تړاو پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې موږ د نجونو د زده کړې په اړه خپلې انديښنې په صراحت سره طالبانو ته ويلي، او په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوو.
اغلې ژان پير وويل، چې د افغانستان د خلکو څخه زموږ ملاتړ تېرو دوو کلونو ته نه ګرځي بلکې تېرو څو لسیزو ته ورګرځي.
د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکې ادارې (سيګار) تر راپور وروسته چې د دې هيواد کانګرس ته يې په بشري مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې په تړاو وړاندې کړ، افغانستان ته د مرستو د لېږد په اړه د بايډن پر حکومت نيوکې زياتې شوې دي.
د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال د طالبانو جيب ته د امريکايي ماليه ورکوونکو د پيسو لوېدل نفرت پاروونکي ګڼلي دي.
ده خبرداری ورکړی چې که په بشري مرستو کې د طالبانو د نه لاسوهنې په اړه ډاډ تر لاسه نه کړي، افغانستان ته به د مرستو د لېږد مخه ونيسي.
