اطلاعات روز: د کونړ د چپې درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له کلونو راهیسې د ویالو له اوبو ګټه اخلي.
ځایي خلک شکایت کوي، چې د تېر حکومت په څېر د طالبانو حکومت هم په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې د ستونزو حل لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.
د چپې درې ولسوالۍ د «ګلسلک» کلي اوسېدونکی او قومي مشر عبدالحکیم وایي، په ټوله ولسوالۍ کې د پاکو اوبو ایله دوه څاه ګانې شتون لري، چې په ډېر شمېر خلک یې د ویالو له اوبو استفاده کوي.
قومي مشر عبدالحکیم زیاتوي: «کلونه کېږي، چې زمونږ د منطقې خلک د څکلو پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، په ټوله چپه دره کې دوه څاګانې دي او له نیمایي زیات خلک د ویالو اوبه استفاده کوي، چې دې اوبو خلکو ته نس ناسته او نور امراض پیدا کړي.»
د چپې درې ولسوالۍ د «وطلې» کلي اوسېدونکی شېرعالم هم ورته شکایت کوي او زیاتوي، چې په سیمه کې یې سلګونه کورنۍ اوسېږي، چې په خبره یې هېڅ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ټول د څښاک لپاره د ویالو له اوبو ګټه اخلي.
هغه نیوکه کوي، چې نه تېر حکومت او نه هم د طالبانو شته رژیم د یادې ستونزې د حل لپاره کوم اقدام کړی دی.
شېرعالم د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه دې په چپې درې ولسوالۍ کې ژورې څاګانې وکني او هم دې د پاکو اوبو شبکې جوړې کړي.
نوموړي وویل: «زمونږ په کلي کې له ۱۲ سوه زیاتې کورنۍ اوسېږي او هېڅ یو یې صفا اوبو ته لاسرسی نه لري، ټول خلک د ویالو اوبه څکي، سږکال وچکالي ډېره زیاته شوې، په چینو کې اوبه هم کمې شوي، یوه ژوره څاه هم نشته، باید طالبان او موسېسې ژورې څاه ګانې او د اوبو شبکې راته جوړې کړي.»
د چپې درې ولسوالۍ طالب چارواکي د ولسي خلکو ستونزې او نیوکې مني او وایي، چې د خلکو یاده ستونزه یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده.
دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال عبدالحکیم وایي، په چپې درې ولسوالۍ کې ټول ۷۵ لوی او واړه کلي دي او تر سلو زرو زیات خلک په کې ژوند کوي، چې له نیمايي زیات یې د ویالو ناپاکې اوبه استفاده کوي.
هغه زیاتوي: «مونږ دا مشکل مربوطه ادارو سره شریک کړی؛ خو د حل لپاره یې لا تر اوسه راته اطمینان نه دی راکړی، چپه دره یوه غرنۍ ولسوالۍ ده او خلک وس نه لري، چې ژورې څاه ګانې وکني، مجبور دي چې د ویالو اوبه وڅکي که پاکې هم نه وي.»
بل لور ته د کونړ د عامې روغتیا ریاست طالب مسوولین وایي، چې د چپې درې ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي د ناپاکو اوبو د استعمال له امله پر ګڼو ناروغیو اخته شوي.
د یاد ریاست لپاره د طالبانو ویاند ایاز صافی وایی، چپې درې ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۳۰۰ سیمه ییزو کسانو ته د روغتیا په برخه کې عامه پوهاوی ورکړی او هم یې پر ګڼو کورنیو روغتیایي کڅوړې وېشلې دي.
نوموړي وویل: «مونږ په چپې درې ولسوالۍ کې ۳۰۰ کسانو ته عامه پوهاوی ورکړی، چې خلک د ناپاکو اوبو د استعمال په زیانونو وپوهوي او هم مو په ځېنو سیمو کې خلکو ته کلورین، هایجن کېټونه او صابونونه توزېع کړي.»
په وروستیو دوو لسیزو کې د هېواد په ګوت ګوټ کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه تر بل هر وخت ښکته تللې، چې په ډېری سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت او حتی له نه لاسرسي شکایت کوي.
خلک د طالبانو پر حکومت او مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دې د اوبو د ذخیره کولو بندونه جوړ کړي او په دې برخه کې دې د خلکو د ستونزو حل ته رسېدنه وکړي.
