پاکستان په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې درې پر صفر وګټله

Photo: Aijaz Rahi/AP

اطلاعات روز: د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته د ۵۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درو يو ورځنيو لوبو لړۍ يې درې پر صفر خپله کړه.

د پاکستان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو نن (شنبه، ۴ د وږي) د سرېلانکا په کولمبو ښار کې درېيمه يو ورځنۍ لوبه وکړه. د لوبې ټاس د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم وګاټه او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه.

د پاکستان له لوري د توپ وهنې پيل ښه و، خو د پيل د دوو توپ وهونکو تر سوځېدو وروسته يې د منډو بهير ډېر ورو شو، مګر پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم او محمد رضوان وتوانېدل چې د خپلو پنځوسيزو په مټ پاکستان د ۲۶۸ تر دفاع وړ هدف پورې ورسوي.

افغانستان د دې لوبې لپاره په خپل لوبډله کې بدلونونه راوستلي و او دوه نوي لوبغاړي ګلبدين نايب او فريد ملک يې اضافه کړي و.

په افغان توپ اچوونکو کې ګلبدين نايب او فريد احمد دوه او فضل الحق فاروقي، مجيب الرحمان او راشد خان يو-يو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان په توپ وهنه کې پر ۱۷ منډو خپل لومړی د پيل لوبغاړی رحمان الله ګربز له لاسه ورکړ، تر دې وروسته نور توپ وهونکي هم د پاکستاني توپ اچوونکو په وړاندې ونه درېدل خو مجيب الرحمان وتوانېد چې په ۲۶ بالونو ۶۴ منډې وکړې. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې يوازي په ۲۶ بالونو پنځوسيزه ووهله چې د افغانستان لپاره په يو ورځنيو لوبو کې د تېزې پنځوسيزې ريکارډ دی.

افغان توپ وهونکو د پاکستان له لوري د ۲۶۹ هدف په ځواب کې ۲۰۹ منډې وکړې او په ۴۹ اور کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

تر دې وړاندي پاکستان په دوو مخکينيو یو ورځنيو لوبو کې هم افغانستان ته ماتې ورکړې وه. پاکستان په دې بريا سره افغانستان د درو يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې درې پر صفر سره مات کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه