اطلاعات روز: د کابل پر هوایي ډګر د خونړي برید په دویم کال د امريکا د فلوريډا ايالت جمهوري غوښتونکي استازي کوري ميلز د متحده ايالاتو کانګرس ته د دې هيواد د دفاع وزير لويډ آسټين د استيضاح طرحه د منظورۍ په موخه استولې ده.
ښاغلي ميلز په هغه اعلاميه کې چې پرون (جمعه، ۳ د وږي) يې پر ايکس خواله رسنۍ خپره کړې، د امريکا دفاع وزير يې د دندې پر مهال په «څرګند غفلت» تورن کړی دی.
نوموړي ليکلي، چې «په دې دولت کې لوړپوړو چارواکو په ښکاره توګه معلومات له پامه غورځولي چې د وتلو د مسير په نه اصلاح کولو، امريکايان او په کابل کې زموږ متحدين له خطر سره مخ کېږي».
د امريکا د کانګرس دې جمهوريت غوښتونکي استازي ليکلي، چې دې معلوماتو ته د نه پاملرنې له وجې دوه کاله وړاندې د کابل د هوايي ډګر په «ابی ګیټ» کې چاودنې د ۱۳ امريکايي سرتېرو په ګډون ۲۰۰ نفره ووژل.
د دې طرحې په متن کې راغلي، چې د امريکا دفاع وزير له افغانستانه «د دقيقې، ارامې او منظمې» وتنې د پلانولو لپاره اته مياشتې وخت درلود، خو ويې نشوای کولای.
ده زياته کړې، چې «دا واقعيت دی چې دوه کاله پای ته ورسېدل خو د دې حکومت د هيڅ غړي له خوا ځواب نه ويل د درک وړ نه دي او نن بدلون کوي».
د امريکا د کانګرس يوه بل استازي لورين بوبرټ هم پر ايکس ټولنيزې رسنۍ ليکلي، چې د دې هيواد د دفاع د وزير د استيضاح کېدلو ملاتړ کوي.
ده زياته کړې، چې «له افغانستانه د شرموونکې وتنې په تړاو چې په سلګونو کسان او ۱۳ امريکايان پکې ووژل شول، باید یو ځواب ويونکی موجود وي».
تر اوسه لا هم روښانه نه ده چې د کانګرس ټول غړي د دې طرحې ملاتړ کوي او که نه.
دوه کاله وړاندې د اګست پر ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر کې چاودنې د ۱۳ امريکايي سرتېرو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په داسې حال کې ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور يې ژوبل کړل چې د امريکايي او ناټو ځواکونو او د افغانستان له خطر سره مخ وګړو د تخليې عمليات روان و.
د دې بريد مسووليت چې له افغانستانه د وتونکو خلکو په منځ کې وشو، داعش ډلې ومانه.
له هغه وخته تر اوسه په ځلونو پر امريکايي چارواکو له افغانستانه د «فاجعهناکې» وتنې له امله نيوکې شوي او د کمېټو ناستو ته غوښتل شوي دي.
خو دا لومړی ځل دی چې د دې موضوع په تړاو د امریکا د دفاع د وزير د استيضاح کولو طرح کانګرس ته استول کېږي.
