اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د طالبانو ځايي مسولين وايي، چې د دوی د تيلو او انحصاراتو ریاست دغلته د تیلو هغه څلور پمپونه تړلي چې پر خلکو یې بې کیفیته تیل پلورل.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې دغه پمپونه تېره ورځ (سې شنبه، ۳۱ د زمري) په چاه انجیر او لوی مانده سیمو کې تړل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، دوی له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې ولايت کې د خرابو تيلو د مخنيوي کمپاین پېل کړی او ټول هغه پمپونه او د تيلو ذخيرې بندوي چې بې کیفیته تيل پلوري.
ورته مهال د هلمند اوسيدونکي د دغه اقدام هرکلی کوي او زياتوي چې د بې کیفيته تيلو له امله یې هره ورځ نقلیه وسايط له ستونزو سره مخامخ کېږي.
هغوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز تیل پلورونکي بیا وایي، چې دوی په قصدي ډول بي کیفيته تيل نه پلوري بلکې د لویو بندرونو له لارې وارد شوي بې کیفیته تیل تر دوی پورې رسیږي.
تیل پلورنکی روزجان غوښتنه کوي چې طالبان باید بي کیفيته تيل د هېواد په بندرونو کې بند کړي ترڅو ښارونو ته انتقال نه شي.
تردې وړاندې هم طالبانو هلمند کې يو شمير د تيلو ذخيرې تړلې وې.
