اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې ډلې له لوري د پخوانيو چارواکو او نظاميانو د وژنې او شکنجې په تړاو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) د راپور موندنې رد کړې دي، خو له پخوانيو نظاميانو څخه د «شخصي انتقام اخيستنې» موارد يې تاييد کړي.
ښاغلي مجاهد نن (سېشنبه، ۳۱ د زمري) پر ايکس ټولنيزې شبکې ويلي دي چې د دې ډلې عمومي بښنه په «عمومي توګه» عملي شوې ده.
ده زياته کړې ده چې «ځيني موارد او شخصي انتقام اخيستنې نامعلومې» دي.
د طالبانو وياند د پخواني حکومت د چارواکو او نظاميانو د وژنې، نيونې او شکنجې د ۸۰۰ پېښو په اړه د يوناما راپور رد کړی او ويلي يې دي چې دا راپور «سم نه دی».
يوناما نن د يوه راپور په خپرولو سره ويلي دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې له ۱۵ راهيسې د روان ميلادي کال د جون مياشتې تر ۳۰ پوري يې د طالبانو په لاس د پخواني حکومت د چارواکو او نظاميانو د غير قضايي وژنو، خپلسرو نيونو، شکنجو او جبري ورکېدنو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښي مستندې کړې دي.
په دې راپور کې راغلي دي چې طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو او نظاميانو د قتل، خپلسرو نيونو او شکنجو عاملينو ته «له مجازاتو د معافيت فضا» برابره کړې ده.
طالبانو پر افغانستان تر دويم ځل واکمنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو د تېرو دوو کلونو پر مهال دا ډله په ځلونو د پخواني حکومت د نظاميانو او کارمندانو او سياسي مخالفينو «په انتقامي وژنو» تورنه شوې ده.
په عين مهال کې دې ډلې د پخواني حکومت د کارمندانو او نظاميانو د وژنې، خپلسرو نيونو او شکنجې په اړه راپورونه رد کړي او دا لومړی ځل دی چې د «شخصي انتقام اخيستنې» موارد تاييدوي.
