اطلاعات روز: د بهرني سياست د کارپوهانو يوې ډلې، ورځپاڼه ليکونکو او د امريکا او افغانستان د پخوانيو حکومتونو چارواکو د «فورين افرز» مجلې له لوري د پوښتنې په ځواب کې د امريکا او طالبانو د اړيکو له عادي کېدو سره سخت مخالفت ښودلی دی.
دې مجلې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د پخواني قومندان جان آر آلين، په افغانستان کې د امريکا د پخواني سفير جميز کانينګهام، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د پخوانۍ رييسې شهرزاد اکبر او په امريکا کې د افغانستان د پخوانۍ سفيرې عادله راز په ګډون، له ۴۸ ښځو او نارينهوو څخه پوښتلي چې «ايا امريکا بايد له طالبانو سره اړيکې عادي کړي؟»
د دې مجلې په راپور کې راغلي، چې له دې کسانو څخه يو تن د امريکا او طالبانو د اړيکو له عادي کېدلو سره موافق و، دوه تنه بيخي موافق، شپږ تنه بې پرې او نورو ټولو سخت مخالفت کړی دی.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخوانی قومندان جان آر آلن له هغو کسانو څخه دی چې د امريکا او طالبانو د اړيکو له عادي کېدلو سره مخالف دی.
ده ويلي، چې امريکا بايد «په هيڅ ډول شرايطو کې» له طالبانو سره اړيکې عادي نه کړي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پخواني قومندان ويلي، چې طالبانو «د يو شمېر تروريستي ډلو لپاره خوندي پلټفارم رامنځته کړی چې نه يوازې د امريکا او متحدينو، بلکې د هند او پاکستان لپاره هم يو ګواښ دی».
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پخوانۍ رييسې شهرزاد اکبر هم له طالبانو سره د امريکا د اړيکو له عادي کېدلو سره «سخت» مخالفت کړی دی.
نوموړې له دې موضوع سره خپل مخالفت له ۱۰ عددونو څخه د ۱۰ په انتخابولو څرګند کړی دی.
په امريکا کې د افغانستان پخوانۍ سفيرې عادله راز هم له طالبانو سره د امريکا د اړيکو له عادي کېدلو سره خپل سخت مخالفت ښودلی او د خپل مخالفت کچه يې له ۱۰ عدد څخه د ۱۰ په انتخاب څرګنده کړې ده.
دې ويلي: «متحده ايالات چې ازاده نړۍ رهبري کوي او د ډيموکراسۍ او بشري حقونو له اصولو ملاتړ کوي، له طالبانو سره د اړيکو عادي کول يې د پام وړ اندېښنې را پيدا کوي.»
اغلې راز زياته کړې، چې طالبان او حقاني شبکه د نړيوالو تروريستانو په ځانګړي لړليک کې ځای لري او حقاني شبکه په امريکا کې يو تروريستي سازمان بلل کېږي.
په امريکا کې د افغانستان پخوانۍ سفيرې ويلي، چې له طالبانو سره د امريکا د اړيکو عادي کول «په غير ارادي توګه» د دې ډلې چلند او د هغوی د بشري حقونو نقض ته «مشروعيت» ورکوي.
يو شمېر نور ځواب ويونکي د فورين افرز مجلې د پوښتنې په ځواب کې له طالبانو سره د امريکا د اړيکو له عادي کېدو سره موافق و او ويلي يې دي چې له طالبانو سره د امريکا د اړيکو عادي کول به د افغانستان خلکو ته جدي مرستې رسونې پر وړاندې خنډونه لېرې کړي.
پر افغانستان د طالبانو د دويم ځل واکمنېدو له مهاله دوه کاله تېرېږي؛ خو تر اوسه هيڅ هيواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
خو د چين، روسيې، ايران او پاکستان په ګډون يو شمېر هيوادونو د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارلي او په کابل کې يې خپل ډيپلوماټيک حضور ساتلی دی.
