اطلاعات روز: دره نور د هېواد یو له هغو ولسوالیو ده، چې ښکلو درو، شنو ورشوګانو، ښایسته منظرو او پاک چاپېریال یې د سیلانیانو پام ځانته اړولی او د کال په هر موسم کې پرې په زیاته کچه سیلانیان ور مات وي.
د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت معین څه باندې یو کال وړاندې د دره نور ولسوالۍ طبیعي منظرو او د زیاتو سیلانیانو د تګ راتګ له امله دغه ولسوالۍ د هېواد په کچه یو له ملي پارکونو اعلان کړه، خو ځایي خلک نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت تر اوسه دغلته یوه تیږه پر بلې نه ده ایښې.
د دره نور ولسوالۍ ځایي خلک وایي، چې د دغې ولسوالۍ درو ته غځېدلې لارې تر وروستي بریده خرابې دي او هېڅ دول آسانتیاوې نه لري، چې سیلانیانو او ځايي خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمنان او حاجي مشال د طالبانو پر حکومت غږ کوي، چې په دې برخه کې دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ولسونو د ستونزو حل لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.
د دره نور ولسوالۍ د عمر کلا سیمې اوسېدونکی عمر خوړلی ښایسته ګل له کلونو را هیسې هره ورځ په ساعتونو ساعتونو به وړیا ډول د سړک د ترمیم په موخه د لاس په خواریو بوخت وي.
دی وایي، د طالبانو له حکومت تمه نه لري، چې د نوموړي لاسنیوی وکړي، خو غوښتنه یې داده چې د طالبانو حکومت دې په دې ولسوالۍ کې بېلابېلو درو ته غځېدلي کنډ و کپر سړکونه ورغوي.
ښایسته ګل زیاتوي، چې د سړکونو د خرابوالي له امله ځايي خلک او سیلانیان له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او باید طالب مسوولین دې برخې ته جدي پام وکړي.
بل لور ته د طالبانو ولایتي چارواکي د خلکو ستونزې مني او ژمنه کوي، چې د دره نور ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته به رسېدنه کوي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو مرستیال والي سعیدالله بنوري وایي، د دغې ډلې له مرکزي چارواکو سره په جریان کې دي او پلان لري، چې د بودیجې په منظورېدو سره به په دې ولسوالۍ کې رغنیزې پروژې پلې کړي.
د ننګرهار خلک وایي، د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې بې شمېره ژمنې کړي، خو د عمل په برخه کې یې کار په نشت برابر دی.
ولسي وګړي له طالبانو غوښتنه کوي، چې نور دې د خلکو له تېر ویستنې لاس واخلي او د ولسونو د ستونزو د بنسټیز حل لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
دره نور د ننګرهار یو له غره ییزو او شنو سیمو ده، چې ډېری برخې یې د ختیځې حوزې د کونړ او لغمان له یو شمېر سیمو سره ګډې پولې لري، چې ټول اوسېدونکي یې پشه یي ژبي او پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.
