اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت اړوند د کابل-جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یوولس نور ژوبل شوي.
د لغمان ولایت د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي چې دا پېښه نن (سېشنبه، ۳۱ د زمري) سهار شاوخوا شپږ بجې را منځته شوې ده.
نوموړي ویلي، دا پېښه د یوه سراچه ډوله ملکي موټر او د طالبانو د یوه رېنجر موټر تر منځ د ټکر له امله را منځته شوې او له کبله يې اته طالب سرتېري او درې ملکیان ټپیان شوي او یو ملکي وګړی مړ شوی دی.
یونس یوسفزي د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې.
په انځور کې لیدل کېږي چې د طالبانو رېنجر خپل لاس پرېیښی او د سړک بلې غاړې ته د ملکي وګړو له روان موټر سره یې ټکر کړی چې ښایي د ډېر سرعت له امله یې موټروان خپل کنټرول له لاسه ورکړی وي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، د دې ډلې جنګياليو وخت پر وخت په ترافيکي پېښو کې ګڼ ملکي وګړي مړه او ژوبل کړي. د دې پېښو لاملونه د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د طالبانو له لوري خپلو جنګياليو ته مجازات نه ورکول ښودل شوي.
