اطلاعات روز: د طالبانو رسنيو راپور ورکړی چې د دې ډلې رهبر هبت الله آخوندزاده، د خصوصي ديني مدرسو لپاره د استادۍ ۱۰۰ زره بستونه ځانګړي کړي دي.
د باختر خبري اژانس په وينا، يوازې دوه زره بستونه په کندهار ښار او ولسواليو کې د ۴۰۰ ديني مدرسو لپاره ځانګړي شوي دي.
په کندهار ولايت کې د طالبانو د پوهنې رييس فخر الدين نقشبندي ويلي، چې د دې بستونو لپاره زرګونو کسانو په ازموينه کې ګډون کړی و، چې له منځه به يې يوازې دوه زره تنه وګمارل شي.
تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی و، چې د دې ډلې مشر هبت الله آخوندزاده د ديني مدرسو لپاره ۱۰۰ زره کاري بستونه منظور کړي دي. هغه وخت ياد وزارت نه و ويلي چې دا بستونه د دولتي او که د خصوصي ديني مدرسو لپاره دي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغې ډلې په لسګونو ديني مدرسې جوړې کړې دي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د تېر لمريز کال په غوايي مياشت کې اعلان وکړ چې د هر ولايت په مرکز کې يوه لويه ديني مدرسه چې د زرو تنو ظرفيت به لري جوړوي او همدا راز په هره ولسوالۍ کې له دریو تر ۱۰ ديني مدرسې جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر مخ منځني ښوونځي او لېسې تړلې او محصلينې يې پوهنتون له تللو راګرځولې دي.
