د هیواد کړکېچ ته د نه رسيدګي د پايلو په تړاو، د افغانستان د سياسي او قونسلي استازوليو خبرداری

اطلاعات روز: په بهر کې «د افغانستان د اسلامي جمهوريت» سياسي او قونسلي استازوليو د تروريزم د قربانيانو د نړيوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې د افغانستان کړکېچ ته د نه رسيدګۍ پايلې به د تروريزم او افراطيت ګواښ زيات کړي.

نن (دوشنبه، ۳۰ د زمري) چې د اګسټ له ۲۱مې سره برابره ده، د تروريزم د قربانيانو د ياد او هغوی ته د درناوي نړيواله ورځ ده.

سياسي او قونسلي استازوليو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا ورځ د افغانستان لپاره ځانګړی ارزښت لري.

د دې استازوليو په وينا، د افغانستان خلک د دې ګواښ د ماتولو لپاره د نړيوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

سياسي او قونسلي استازوليو د تروريزم د عاملينو د محکمه کېدو له لارې په افغانستان او ټوله نړۍ کې د تروريزم د قربانیانو لپاره د عدالت پر تأمينېدو ټينګار کړی دی.

دې استازوليو زياته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وضعيت پېچلی کړی او څه چې بايد تر لاسه شوي وای، له هغه څخه زيات واټن لري.

د افغانستان سياسي او قونسلي استازوليو په اعلاميه کې راغلي: «زموږ خلک لاهم له يوه سياسي، امنيتي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دي چې بدتر کېږي او زموږ د ميليونونو هيوادوالو ژوند اغېزمنوي. که د افغانستان کړکېچ حل نشي، په افغانستان او له هيواده دباندې به د تروريزم او افراطيت د ګواښ د زياتېدو په ګډون، خطرناکې پايلې ولري.»

دې استازوليو ټينګار کړی، چې د هغو ټولو افغانانو او د افغانستان دوستانو ته چې په تروريستي بريدونو کې يې ژوند بايللی د درناوي تر ټولو ښه لار د هغه هدف تر لاسه کول دي چې په پام کې نيول شوی دی: په يوه متحد، باثباته او ډيموکراټيک افغانستان کې د واقعي سولې تضمين.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په ځلونو اندېښنې ښودل شوي چې دا هيواد د تروريزم په پناه‌ځای بدلېږي.

خو طالبان په افغانستان کې د تروريستي ډلو شتون ردوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه