اطلاعات روز: د ملي روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ غړی یونس قانوني وایي، په اوس وخت کې د لنډمهاله ادارې مطرح کول د نظام مخالفینو په ګټه دی.
یونس قانوي چې نن (پنج شنبه، ۱۶ د سلواغې) یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د موقت حکومت وړاندې باید دوه ټاکونکې پړاوونه تېر شي کنې د هغه په وینا، لنډمهاله اداره ګټوره نه شي کېدی.
د ده په وینا دا دوه ټاکونکې پړاوونه دا دي چې لومړی طالبان باید یوې ګډې اجنډا سره میز ته راکاږل شي او دا چې ځینې بنسټیز ارزښتونه دي چې تېرو وروستیو کلونو کې لاسته راغلي، چې جدي بحث باید پرې وشي، کنې د نوموړي په وینا لنډمهاله اداره په زیان ده.
نوموړي وویل، طالبان باید لکه د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په څېر حکومت سره سوله وکړي او په افغانستان کې دې سیاسي حزب ولري او له همدې لارې دې واک ترلاسه کړي. خو طالبانو تل ویلي، چې نه غواړي حکومت سره لکه د حکمتیار په څېر سوله وکړي.
ښاغلي قانوني خبرداری ورکړ که طالبانو سره د سولې روانې خبرې سبوتاژ شي، جنګ حتمي کیږي. د نوموړي په وینا، که دا کار وشي دوی به یو ځل بیا «مقاومت» را ژوندی کړي او د طالبانو پر وړاندې به وجنګیږي.
ښاغلي قانوني پر اوسني نظام هم نیوکه وکړه او مستبد یې یاد کړ. د ده په وینا په کار ده چې دا نظام بدل شي. نوموړي زیاته کړه، یو داسې نظام چې قومي، مذهبي، سیاسي، جنسیتي او نورې وړتیاوې وساتلی شي، باید رامنځته شي کنې د نوموړي په وینا، ګټور نه شي کېدی.
