اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس وایي، چې دغلته په دوو جلا پیښو کې دوه تنه د «نامعلومو وسله والو» له لوري په ډزو وژل شوي دي.
طالب پوليس وايي، دغه پیښې تېره ورځ (شنبه، ۲۸ د زمري) د کندهار ښار د نهمې او څلورمې حوزو اړوند سیمو کې رامنځته شوې دي.
دوی زیاتوي، لومړۍ پیښه د ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې چې پکې نامعلومو کسانو یو کس د خپل کور مخې ته په ډزو وژلی او تښتیدلي دي.
د پولیسو په وینا، دویمه پېښه د همدې ښار د څلورمې حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوې او پکې يو کس چې په «وسله والو غلاوو» کې ښکېل و، د نامعلومو کسانو له لوري ويشتل شوی دی.
طالب پولیسو د یادو وژنو علت او د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې په دې تړاو یې پلټنې پېل کړي دي.
له دې وړاندې هم کندهار کې د وسله والو غلو او نورو کسانو له لوري يو شمېر کسان په نښه او وژل شوي دي.
