اطلاعات روز: پاکستاني چارواکي وایي، چې د دې هیواد د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې يوې چاودنې ۱۳ تنه کارګر وژلي.
يوه چارواکي ابرار ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې دا پېښه تېره شپه (شنبه، ۲۸ د زمري) هغه مهال را منځته شوه چې ګڼ کارګر د شمالي وزيرستان له شوال سيمې څخه سويلي وزيرستان ته روان وو.
د پولیسو په وينا، دا کارګر چې په يوه شخصي موټر کې روان وو، په «ګل مير کور» سيمه کې پر ماين ختلي چې له کبله يې ۱۳ تنه وژل شوي.
د سرچينو په وينا، تر پېښې وروسته مړي او دوه زخميان روغتون ته لېږدول شوي، خو دوه ژوبل کسان وروسته د سختو ټپونو له امله مړه شوي دي.
شمالي وزیرستان او د پښتونخوا نورو سیمو کې که څه هم تېرو کلونو کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه و، خو په دې وروستیو کې پکې یو ځل بیا امنیتي پېښې او بریدونه ډېر شوي دي.
