په افغانستان کې د خبريالانو د نيونې بهير؛ ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د بيان د ازادۍ درناوی وکړي

اطلاعات روز: په وروستيو لسو ورځو کې د څو خبريالانو تر نيول کېدو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (يوناما) له طالبانو غوښتي دي چې د بيان د ازادۍ درناوی وکړي.

يوناما نن (پنجشنبه، ۲۶ د زمري) پر ايکس پلټفارم ليکلي چې طالبانو د وروستيو لسو ورځو پر مهال په شپږو ولايتونو کې د رسنيو کارمندان نيولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ د نيول شويو کارمندانو د شمېر او د هغوی د وضعيت په اړه جزييات نه دي ورکړي.

يوناما زياته کړې چې له دې سره-سره افغان-فرانسوی خبريال مرتضی بهبودي او د نجونو د زده کړو فعال مطيع الله ويسا د روان ميلادي کال له پيله تر اوسه له طالبانو سره بنديان دي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي ويلي دي چې طالبانو ته «د نړيوالو قوانينو پر اساس د نظر او بيان ازادۍ ته د درناوي په تړاو د دوی ژمنې وريادوي».

همدا راز يوناما زياته کړې ده چې طالبانو ته د ټولو نيول شويو کسانو حقونه ور يادوي چې د خپلې کورنۍ او وکيل د ليدنې او همدارنګه په خپلو تورونو د پوهېدو حق لري.

«په بې مخينې توګه د خبريالانو ځپل»

د بې سرحده خبريالانو سازمان د وروستيو لسو ورځو پر مهال د افغان خبريالانو د نيولو بهير «بې مخينې ځپنه» بللې او ويلې يې دي چې په دې موده کې طالبانو نهه خبريالان نيولي دي.

د بې سرحده خبريالانو د اعلاميې له مخې، فقير محمد فقيرزی، جان آغا صالح، حسيب حساس، حبيب سراب، سيد وحدت الله ابدالي، شمس الله عمري، وحيدالرحمان افغانمل، عطاء الله عمر او پرويز څرګند هغه خبريالان دي چې په وروستيو لسو ورځو کې نيول شوي دي.

بې سرحده خبريالانو ويلي دي چې طالبانو دا خبريالان له کوم دليل پرته نيولي او له يوه تن پرته، نور ټول له دې ډلې سره بنديان دي.

دې بنسټ ويلي چې د طالبانو له لوري د نيول شويو خبريالانو د ساتل کېدو ځای هم مشخص نه دی.

بې سرحده خبريالان وايي چې اوس مهال په افغانستان کې وېره او نه ډاډ خپور دی او طالب چارواکو چې رسنيزو ازاديو ته د درناوي په تړاو کومې ژمنې کړې وې، دروغ وې.

دې نړيوال بنسټ ويلي دي چې معلوماتو ته د لاسرسي د حق د نقض مخينه «وحشتناکه» ده او د طالبانو رژيم «په بشپړه توګه مسوول» دی.

بې سرحده خبريالانو له طالبانو غوښتي دي چې نيول شوي خبريالان ژر تر ژره خوشي کړي او د رسنيو د ازادۍ حق په واقعي توګه تضمين کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د خبريالانو مرکز او د خبريالانو نړيوال فدراسيون په هيواد کې د خبريالانو د وروستيو نيونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو له بند څخه يې د نيول شويو خبريالانو ژر تر ژره خوشي کېدل غوښتي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه