اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې يو تن د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی دی.
له خبرپاڼې سره سم، د عبدالخالق په نوم دا کس تېره شپه (۲۵ د زمري) خپل کور ته نژدې وژل شوی.
په ارزګان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ نه ده روښانه کړې چې دا کس چا، ولې او په څه ډول وژلی دی.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ليکلي دي چې د قاتلينو د نيولو هڅه کوي.
دا پېښه په داسې حال کې پېښېږي چې څو ورځې وړاندي هم په ارزګان کې يو عام کس وژل شوی و.
