د کډوالۍ نړيوال سازمان: د افغانستان ۷۹ سلنه وګړي کافي اوبو ته لاسرسی نه لري

اطلاعات روز: د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، چې د افغانستان ۷۹ سلنه وګړي د څښاک، پخلي، حمام کولو او مينځلو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

دغه سازمان نن (چهارشنبه، ۲۵ د زمري) پر ايکس کاريال په يوه خپره کړې ليکنه کې کاږلي، چې کافي اوبو ته نه لاسرسی په ټول افغانستان کې د اوبو او روغتيا کړکېچ ښيي.

د کډوالۍ نړيوال سازمان ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال يې په افغانستان کې ۱۶۰ زرو خلکو ته د څښاک د اوبو او روغتيا په برخه کې خدمات وړاندې کړي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې د ۲۰۲۳ پر مهال ۲.۳ ميليونه وګړو ته د څښاک د اوبو او روغتيا په برخه کې د خدماتو وړاندې کولو لپاره د ۳۳ ميليونه ډالرو بودیجې ته اړتيا لري.

د کډوالۍ نړيوال سازمان په افغانستان کې د اوبو او روغتيا کړکېچ ته په اشارې کولو سره ټينګار کړی چې «وخت له لاسه وزي».

سږکال د هيواد وګړي په بېلابېلو ولايتونو کې له سختې وچکالۍ او د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي له امله شکايت کوي.

په تېرو مياشتو کې د کابل د لوېديځ دشتي برچي سیمې ځينې انځورونه خپاره شول چې په کې لسګونو خلک له يوې څاه څخه د څښاک د اوبو تر لاسه کولو لپاره په لیکه کې ولاړ وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) وړاندې اعلان کړی و چې افغانستان له تېرو پرلپسې دریو کلونو راهيسې له سختې وچکالۍ سره مخ دی.

د دې بنسټ د شمېرو له مخې، افغانستان د هغو لسو هيوادونو په کتار کې څلورم دی چې د اقليمي بدلونو له سختو اغېزو سره مخ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه