اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کليزې په مناسبت ويلي، چې له دې ډلې سره د اړيکو هر ډول عادي کول د ښځو او نجونو له حقونو د دې ډلې په ملاتړ او نورو مورادو پورې تړلي دي.
نوموړي دا څرګندونې پرون (سېشنبه، ۲۴ د زمري) له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
بلينکن زياته کړې، چې امريکا هڅه کوي چې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د خپلو ژمنو په تړاو ځواب ويلو ته اړ کړي.
ده ويلي: «موږ او په ټوله نړۍ کې په لسګونو نور هيوادونه طالبانو ته په ډاګه کړې ده. د طالبانو او نورو هيوادونو تر منځ به اړيکې تر هغه وخته نه عادي کېږي، تر څو چې د نورو مواردو په ګډون د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وشي.»
دې لوړپوړي امريکايي ډيپلوماټ له افغانستانه د امريکا د وتلو په اړه هم ويلي، چې د وتلو پرېکړه په فوق العاده توګه سخته او په عين حال کې سمه وه.
بلینکن زیاته کړې: «موږ د امريکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړه. په تېرو ۲۰ کلونو کې موږ په لومړي ځل، د امريکايي ځوانانو داسې نسل نه لرو چې په افغانستان کې وجنګېږي او ومري.»
د ۲۰۲۱ کال پرمهال له افغانستانه د امريکايي نظاميانو تر وتلو وروسته، طالبان تر ۲۰ کلونو وروسته واکمن شول. له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي په تړاو د بايډن پر حکومت نيوکې کېږي.
بلينکن ویلي، چې امريکا له افغانستانه په وتلو کولای شي تر ملي مسايلو هاخوا له لويو ځواکونو سره د سيالۍ په ګډون، له ډېرو ننګونو سره په اغېزناکه توګه مخامخ شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې دا هيواد به د افغانستان له خلکو سره مرستې ته دوام ورکوي.
هغه ويلي، چې امريکا د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د اصلي ورکوونکي په توګه، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهيسې شاوخوا ۱.۹ ميليارده ډالر ورکړي دي.
