د افغانستان ډيپلوماټيکې استازولۍ: نړيواله ټولنه دې د افغانستان له سياسي او ډيموکراټيک ځواک سره تعامل زيات کړي

عکس: deccanherald.com

اطلاعات روز: «د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ډيپلوماټيکو او قونسلي استازوليو هغږې کوونکې شورا» له نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې د هيواد له سياسي او ډيموکراټيک ځواک سره دې تعامل «په پام وړ کچه» زيات کړي.

دې شورا نن (سې‌شنبه، ۲۴ د زمري) د طالبانو په لاس د کابل د سقوط د دويمې کليزې په مناسبت په خپله خپره کړې اعلاميه کې ويلي دي چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې هيواد او ولس د يوه «تياره او خطرناک مسير» لور ته روان کړي دي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي دي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال نړيوالې ټولنې له طالبانو سره په دې هيله تعامل کړی چې ښايي هغوی به پر خپلو ژمنو عمل وکړي، خو اوس فرصت برابر شوی دی چې په دې اړه بيا فکر وکړي.

«د افغانستان د اسلامي جمهوريت ډيپلوماټيکو او قونسلي استازوليو» په خپله اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې غوښتي دي چې د طالبانو د نه رسميت پېژندنې او له کوم قيد او شرط پرته له دې ډلې سره د نه تعامل «واحد دريځ» وساتي.

همدا راز دې شورا غوښتنه کړې چې «د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ډيموکراټو سياسي ځواکونو، مدني ټولنې، د ښځو، ځوانانو او سياسي ګوندونو د استازو په ګډون دې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د ملي خبرو-اترو په وسيله د يوې سياسي پروسې د پيلولو لپاره په نړيوالو هڅو کې همغږي او اجماع را منځ ته شي» تر څو يو قانوني حکومت جوړ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول ملاتړ، د تروريستي ډلو په شتون کې له راپيدا کېدونکو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د تدابيرو نيول، د بشري حقونو د نقض د څارنې لپاره نوي اقدامات کول، د بشرپالو مرستو زياتول او د هغو دقيقه څارنه او د جنسيتي اپارتايډ په رسميت پېژندل، له نړيوالې ټولنې څخه د هيواد د ډيپلوماټيکو استازوليو نورې غوښتنې دي.

پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو له وخته، د هيواد يو شمېر سياسي استازولۍ لا هم له دې ډلې اوامر نه اخلي او خپل ځانونه «د افغانسان د اسلامي جمهوريت» استازي ګڼي.

دا استازولۍ په بېلابېلو مناسبتونو کې پر طالبانو نيوکې کوي او د دې ډلې د نه رسميت غوښتونکې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه