د بشري حقونو ۱۰ سازمانونو د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض او د نړۍ نه غبرګون وغانده

AP Photos/ Ahmad Halabisaz

اطلاعات روز: د طالبانو په لاس د واک ترلاسه کولو د دويمې کليزې په پوره کېدو سره د بشري حقونو ۱۰ سازمانونو په يوه ګډه اعلاميه کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو نقض او د نړيوالې ټولنې نه غبرګون غندلی دی.

د دې سازمانونو اعلاميه چې نن (سې‌شنبه، ۲۴ د زمري) خپره شوې پکې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د ښځو او نجونو او قومي او مذهبي لږکيو پر وړاندې توهينوونکي سياستونه غوره کړي چې په څرګنده توګه د نړيوالو بشري قوانينو لاندې د افغانستان تعهدات نقض کوي.

د بشري حقونو سازمانو ويلي، د طالبانو سياستونه چې ښځې او نجونې له تحصيل، کار، د ژوند له نورو فرصتونو، تګ-راتګ، ازادې فضا او عمومي خدماتو ته له لاسرسي څخه منع او محدودوي، په پراخه توګه غندل شوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي د جون مياشتې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت او د دې سازمان کاري ډلې د تبعيض په اړه په خپل راپور کې ويلي وویل، چې شونې ده له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند «د جنسيت پر اساس بشري جنايت او جنسيتي اپارتايډ وګڼل شي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په تازه توګه ويلي، چې په افغانستان کې د جنسيتي اپارتايډ په اړه بحث لازمي دی.

له دې سره – سره، د بشري حقونو سازمانونو ويلي، چې د سرغړونو او ځپنو د پای ته رسولو لپاره بايد طالبان تر فشار لاندې راوستل شي او د ادعايي جنايتونو لکه د جنسيت پر اساس د خپلو جنايتونو په تړاو له نړيوالو قوانينو سره سم ځواب ووايي.

دې سازمانونو زياته کړې، چې د نړيوالې جنايي محکمې څارنوال بايد ډاډ تر لاسه کړي چې دفتر او هر ډول قانوني تعقيب يې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو د جناياتو په ګډون د ټولو وسله والو ډلو جنايتونو ته رسيدګي کېږي.

د بشري حقونو ۱۰ سازمانونو زياته کړې چې درېيمګړي هيوادونه هم بايد له ملي قوانينو سره سم د نړيوال صلاحيت د اصل له مخې، د هغو افرادو پر خلاف جنايي قضيې تعقيب کړي چې په جرايمو کې ښکېل دي.

دې سازمانونو ټينګار کړی، چې نړيواله ټولنه بايد د طالبانو سرغړونو ته په غبرګون ښودلو او همدا راز د طالبانو د تاوتريخجنو انتقامونو د پای ته رسولو او هغو کسانو د ازادۍ لپاره اغېزناکې هڅې وکړي چې له دې ډلې سره په خپلسرې توګه بنديان دي.

د بشري حقونو سازمانونو همدا راز ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد د څېړنې او شواهدو ټولونې لپاره د حساب ورکولو د پياوړو ميکانيزمونو په تړاو غوښتنو ته پام وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ځانګړي راپورچي ماموريت دې پياوړی کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه