اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځينه څانګه وايي چې طالبانو د وروستيو دوو کلونو پر مهال تر ۵۰ زيات فرمانونه، دستورونه او محدوديتونه ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو ښځينه څانګې پرون (دوشنبه، ۲۳ د زمري) د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کليزې په مناسبت پر خپله ويبپاڼه په خپاره کړي مطلب کې ليکلي دي چې طالبانو د دې دستورونو له لارې «هغه نابرابر سياستونه تحميل کړي دي چې په دقت جوړ شوي دي».
په دې مطلب کې راغلي دي چې دې سياستونو د افغان ښځو د ژوند پر ټولو اړخونو اغېز کړی دی او دا تعينوي چې «ښځې څه کولای شي او کومه جامه بايد واغوندي».
همدا راز د ملګرو ملتونو ښځينه څانګې «تر اګست وروسته» په نوم د يوې ځانګړې پاڼې د جوړېدو خبر ورکړی دی چې د افغانستان د ښځو روايتونه به مستند او خپروي.
دې بنسټ ويلي دي چې دا پاڼه د دې باور له مخې جوړه شوې ده چې «کله بې عدالتي يو نورم شي، نو سکوت د توجيه وړ نه دی».
د ملګرو ملتونو ښځينه څانګې ويلي دي چې دا پاڼه «د افغانستان د هغو ښځو د تجربو شريکولو او مستند کولو ډيجيټلي فضا ده چې اوس مهال په افغانستان کې ژوند، مبارزه او مقاومت کوي».
د ملګرو ملتونو ښځینه څانګې دا پاڼه د «زن ټايمز» په شمول د يو شمېر رسنيو او بنسټونو په همکارۍ د افغان ښځو د روايتونو د راټولونې او مستند کولو لپاره جوړه کړې ده.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست د مياشتې پر ۱۵ پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، د ښځو پر حقونو او ازاديو سخت بنديزونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د ښځو پر خلاف د طالبانو اقدامات جنسيتي ځورونه او اذيت او د بشريت پر خلاف جنايت دی او د جنسيتي اپارتايډ بحث يې لازمي کړی دی.
