نورستان کې د مطالعې مینه وال د اسانتیاوو له نشتوالي سر ټکوي

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي خلک او د مطالعې مینه وال شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د مطالعې فرهنګ مخ په ښه کېدو دی؛ خو د کتاب لوستنې په برخه کې د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي.

د مطالعې مینه وال وایي، د نورستان په مرکز پارون کې یو عامه کتابتون شتون لري، چې د مطالعې چاپېریال یې کوچنی، کتابونه یې کم او له نورو اسانتیاوو هم بې برخې دی.

د نورستان خلک وایي، په دغه ولایت کې په عامه کتابتون کې د اوسني عصر اړوند کتابونه نشته او په کې شته ډېری کتابونه د پخوانیو وختونو اړوند دي.

بشیر احمد چې دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره راغلی وایي، کتابتون د مطالعې لپاره د مناسب چاپېریال ترڅنګ د تجهیزاتو او د وخت د اړتیا پر بنسټ کافي کتابونه نه لري، چې باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

بشیر احمد وویل: «غوښتنه همدغه کوو، چې دغه کتابخانې ته نور کتابونه چې د وخت ضرورت په اساس باندې له دې وخت سره تحقیقات شوي وي او دوکتورانو لیکلي وي او ښې مقالې وي همدې ته ډالۍ شي او همدغه کتابخانه غني شي.»

د نورستان خلک غوښتنه کوي، چې طالب چارواکي دې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د عامه کتابتون د پراخوالي او غناء ترڅنګ په لېرې پرتو ولسوالیو کې هم کتابتونونه جوړ کړي.

د پارون اوسېدونکي غلام حبیب وویل: «مونږ غواړو مسوولینو نه چې دغه کتابتون مونږ له غټ شي پراخه شي او سربېره د دې نه علاوه په نورستان ولایت کې همدغه یو کتابتون دی بل نشته دی، په ولسوالیو کې خو بېخي نشته دی، مونږ غواړو مسوولینو نه چې ولسوالیو کې هم کتابتونونه فعال کړي.»

دغلته د عامه کتابتون مسوول هم مني، چې د یاد کتابتون چاپېریال او ودانۍ کوچنۍ او د کتابونو برخه په کې خواره ده او د مطالعې د مینه والو ترڅنګ پر طالب چارواکو غږ کوي، چې په دې برخه کې دې رښتیني قدمونه واخلي.

بل لور ته نورستان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو رییس سمیع الحق حق بیان د مطالعې د مینه والو ستونزې او نیوکې مني او زیاتوي، چې په دې برخه کې شته ستونزې یې د طالبانو له مرکزي چارواکو سره شریکې کړي دي.

نوموړی وایي، اطلاعاتو او کولتور وزارت ډاډ ورکړی، چې روان کال به په نورستان کې د عامه کتابتون د کتابونو د کمښت او یو شمېر نورو ستونزو حل ته رسېدنه وکړي.

څه باندې یوه میاشت وړاندې ننګرهار کې د ایران قونسلر عبدالمجید صدیقي دولت آبادی نورستان ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له طالب چارواکو سره ژمنه کړې وه، چې د نورستان له عامه کتابتون سره به د بېلابېل ډوله کتابونو ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې مرسته کوي.

د نورستان خلک وایي، د ایران قونسلګرۍ تر اوسه خپله ژمنه نه ده پوره کړې او باید په دې برخه کې خپلې ژمنې ته د عمل جامه ور واغوندي.

نورستان په تېرو لسیزو کې د نورو برخو په څېر په علمي برخه کې هم څنډې ته ساتل شوی او د خلکو نیوکې دادي، چې د طالبانو حکومت هم په تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت له خلکو سره خپلې کړې ژمني نه دي پوره کړي او یوازې د ژمنو په تازه کولو یې تېر باسي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه