د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: په افغانستان کې انساني او اقتصادي کړکېچ ته رسيدګي زموږ لپاره لومړيتوب دی

انځور: via reuters

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند ودانت پاټيل وايي، چې د افغانستان د خلکو ملاتړ او په دې هيواد کې انساني او اقتصادي کړکېچ ته رسيدګي د واشنګټن لپاره بېړنی لومړيتوب دی.

نوموړي دا څرګندونې پرون (دوشنبه، ۲۳ د زمري) د يوې خبري ناستې پر مهال د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد د څرګندونو په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.

خليلزاد په تازه توګه ويلي، چې د دې هيواد سياستوال دې خپل وطن ته ولاړ شي او د حکومت د جوړولو لپاره دې له طالبانو سره مذاکره وکړي.

ده ويلي، چې متحده ايالات نور ژمن نه دي چې افغانستان ته سياستوال ولېږي، يا هم له هغوی سره مرسته وکړي چې افغانستان ته ولاړ شي.
د خليلزاد څرګندونو پراخ منفي غبرګونونه راپارولي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا خليلزا د يوه رسمي امريکايي چارواکي په توګه خبرې کوي، وويل چې دی داسې نشي کولای او د بهرنيو چارو د وزارت او يا هم د متحده ايالاتو د دولت په استازيتوب نه غږېږي.

ده زياته کړې: «څه چې مې غوښتل ووايم، هغه دادي چې متحده ايالات په نهايت کې يو داسې افغانستان غواړي چې له خپل ځان سره په سوله کې وي، له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او وکولای شي چې پر خپلو پښو ودرېږي او د افغانستان په تړاو زموږ سياست پر همدې هدف راڅرخي. د افغانستان د خلکو ملاتړ او د افغانستان روان انساني او اقتصادي کړکېچ ته رسيدګي زموږ لپاره بېړنی لومړيتوب دی.»

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند زياته کړې چې متحده ايالات له افغانستان سره د بشري مرستو ستر مرسته کوونکی دی.

ده ويلي، چې امريکا د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهيسې د افغانستان له خلکو سره د ژغورنې په برخه کې تر ۱.۹ ميليارد ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه