اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي دي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې لپاره د بودجې له کمښت سره هممهاله، په دې هيواد کې بشري اړتياوې اوج ته رسېدلې دي.
د اوچا له راپور سره سم چې نن (دوشنبه، ۲۳ د زمري) خپور شوی دی، د ۲۰۲۳ کال پر مهال د بشرپالي غبرګون طرح اوس مهال د ۱.۳ ميليارد ډالرو د بودجې له کمښت سره مخ ده. ويل شوي دي چې د ۲.۴۳ ميليارد ډالرو مجموعي غوښتل شوې بودجې څخه يوازي ۸۰۱ ميليون ډالره تأمين شوي دي.
د دې دفتر په وينا، د مالي سرچينو کمښت به اړمنې کورنۍ د ژمې په را رسېدو له لوږې، ناروغۍ او حتا شونې مرګ سره مخ کړي.
اوچا ويلي دي چې د وچکالۍ، سخت فقر او د زيانمنېدونکې کچې د زياتېدو له امله، بشرپالې اړتياوې په لوړه کچه کې دي او همدا راز تر ژمي وړاندي د حياتي مرستو د وړاندې کولو لپاره کم فرصت شته دی.
دې دفتر زياته کړې ده چې د شننې او تحليل پر بنسټ، د بودجې شديد کمښت د کال په پيل کې د مارچ او اپريل مياشتو تر منځ له ۱۳ ميليون وګړو څخه نهه ميليون وګړو ته د مرستې کچه راکمه کړې ده او همدا راز دا کچه په می مياشت کې پنځو ميليون وګړو ته کمه شوې ده.
اوچا زياته کړې ده چې د اضافي بودجې د نه تر لاسه کولو له وجې، د راتلونکو مياشتو پر مهال په غذايي توکو کې نور کمښت حتمي دی.
د دې دفتر په وينا، له سپټمبر مياشتې څخه به خوراکي مرستې يوازي تر درو ميليون وګړو پورې محدودې شي او همدا راز د ژوند د ښه کولو نورې مرستې به له نهه ميليون څخه پنځو ميليونو ته راکمې شي.
اوچا ټينګار کړی دی چې په اکتوبر مياشت کې د هوا د يخوالي او سختو واورو له کبله د ډېری سيمو د لارو تر قطع کېدو وړاندي بېړنۍ بودجې ته اړتيا ده.
