د خاص ارزګان د ولسوالۍ هزاره ګان له جبري کډوالۍ سره مخ دي؛ په «جوی‌نو» کې څه تېرېږي؟

انځور: ټولنيزې رسنۍ

اطلاعات روز: د خاص ارزګان د ولسوالۍ د «جوی‌نو» هزاره مېشتي سيمې اوسېدونکي له «سيسټماټيکې او هدفي» ځورونې او بد چلند څخه شکايت کوي او وايي چې له جبري کډوالۍ سره مخ دي.

دوی وايي چې د مالونو له تخريب، لوټمارۍ او وژنو څخه ستړي شوي دي.

د «جوی‌نو» سيمې يوه اوسېدونکی اطلاعات روز ورځپاڼې ته ليکلي دي چې په تازه پېښه کې د شنبې په شپه (۲۱ د زمري) ځينو خلګو د «جوی‌نو» د اوسېدونکو مېوه لرونکې ونې غوڅې کړې دي. د سرچينې په وينا، شاوخوا ۳۹۰ ونې غوڅې شوې دي. اطلاعات روز ورځپاڼې ته د غوڅو شويو ونو انځورونه هم رسېدلي دي.

سرچينې ويلي دي چې د دې ونو موقعيت د طالبانو د امنيتي پوستې په ۳۰۰ مترۍ کې موقعيت لري. يوې بلې سرچينې ويلي دي چې د زردالو ۱۷۰ ونې غوڅې شوې دي. درېيمه سرچينه وايي چې د پرې شويو ونو شمېر ۱۳۶ ته رسېږي.

د سرچينې په وينا، ويل کېږي چې د دې ونو غوڅوونکي د «کوټه‌زۍ» قوم پښتانه دي چې د «جوی‌نو» سيمې په ګاونډ کې ژوند کوي.

په ارزګان ولايت کې د طالبانو سيمه‌ييزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

درمند او کورونو ته اور اچول او د مالونو لوټل

يوې سرچينې په خپل پيغام کې ويلي دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر اوسه د «جوی‌نو» د اوسېدونکو تر ۲۰ پوري کورونه ويجاړ شوي او يا هم ورته اور اچول شوی دی. د سرچينې په وينا، سږ کال په پسرلي کې د «شير» په نوم د يوه کس کور وسوځول شو.

دې سرچينې زياته کړې ده چې سږ کال د «جوی‌نو» د هزاره مېشتي سيمې درې موټرونه هم سوځول شوي دي. د سرچينې په خبره، دا موټرونه د «کربلایی قربان»، «د زرګر د زوی، خان» او «محمد رضا» و.

سرچينه وايي چې د «جوی‌نو» د سیمې د اوسېدونکو د مالونو لوټنه هم زياته شوې ده. په وينا يې، حتا په رڼا ورځ يې حيوانات ورکېږي.

همدا راز سرچينې زياته کړې ده چې د «جوی‌نو» سیمې د اوسېدونکو درمندونه هم سوځول کېږي. سرچينې د «غلام نبي» په نوم د يوه کس نوم اخيستی او ويلي يې دي چې درمند يې وسوځول شو.

وژل، وهل او ټکول

کومې سرچينې چې اطلاعات رالېږلي دي، ادعا کوي چې تر اوسه د «جوی‌نو» سيمې ۱۳ تنه اوسېدونکي وژل شوي دي.

دې سرچينې د وژل شويو نوملړ هم شريک کړی دی، له دې نوملړ سره سم د سيد يوسف زوی محمد هاشم، ډاکټر اميري، کربلايي انصاري، د سواتي زوی محمد حسين، محمد تقي روحاني، موسی او محمد علي هغه کسان دي چې وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، د «جوی‌نو» سيمې يو شمېر اوسېدونکي وهل شوي هم دي. په وهل شويو افرادو کې د ناصر زوی اسدالله، سيد محمد، د سيد عاقل زوی سيد شاه، د ابراهيم زوی خالق او د ميرزا زوی روح الله شامل دي.

سرچينې زياته کړې ده چې په وروستي ځل د سيد محمد نوم يو کس دوې ورځې وړاندي ووهل شو او ژوبل دی.

سرچينې د خاص ارزګان ولسوالۍ د دې هزاره مېشتي سيمې د اوسېدونکو د وهلو، ټکولو او وژنو لامل قومي شخړې بولي او وايي چې دا کار پښتانه کوي.

همدا راز کوچيان هم په دې سيمه کې د ځورونې او د کښتونو د یجاړۍ لامل دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې په څېړنيز راپور کې هم د ځينو سرچينو په وينا ويل شوي دي چې کوچيان اوس هم د خاص ارزګان ولسوالۍ په ټولو سيمو کې شته دي او سيمه‌ييز خلګ يې ډېر په تنګ کړي دي.

د سرچينو په وينا، خلګ په څړځايونو کې د څارويو له څرولو منع شوي دي. د هغو ويډيوګانو پر اساس چې اطلاعات روز ته رسېدلې دي، کوچيان دشپې مهال د خلګو کښتونه او کرنيز محصولات، کورونه او ان نقليه وسایط سوځوي.

يو عيني شاهد وايي چې طالبان او کوچيان قصد لري د عشر او درنو جريمو په تحميلولو، وژنو او د خلګو د مالونو په سوځولو سره دا ولسوالۍ د هزاره‌وو له وجوده پاکه کړي.

يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د ۲۰۱۰ ميلادي پر مهال د ارزګان ولايت باغچار سيمه هم په همدې توګه د پښتنو له لوري د هزاره‌وو له وجوده پاکه شوه او اوس مهال هلته هيڅ هزاره نشته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه