اطلاعات روز: د خبريالانو د خونديتوب کميټې يو ځل بيا له طالبانو غوښتي چې د رسنيو پر خلاف دې د «ډار دوامدار» کمپاين ودروي او د خبريالانو د ملاتړ پر ژمنې دې ودرېږي.
د دې کميټې د اسيايي برنامې همغږې کوونکې به لیه یی، د دوشنبې په ورځ (۲۲ د زمري) ويلي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو دوه کاله وروسته د دې هيواد له جوشه د ډکو او ازادو رسنيو يوازې «روح» پاتې دی.
دې زياته کړې، په داسې حال کې چې افغانستان له ستر بشري کړکېچ سره مخ دی، د رسنيو ځپنه نور هم افغانستان منزوي کوي.
د خبريالانو د خونديتوب کميټې همغږې کوونکې ويلي، چې باور وړ او موثقو معلوماتو ته لاسرسی کولای شي په يوه کړکېچ کې له ژوند ژغورنې او د خلکو له ژوند سره مرسته وکړي، خو په زياتېدونکې توګه د طالبانو له لوري د رسنيو ځپنه برعکس اغېز لري.
دې کميټې زياته کړې، سره له دې چې طالبانو رسنيزو ازاديو ته د درناوي ژمنه کړې وه، مګر په لسګونو محلي رسنۍ يې تړلې دي، د نړيوالو رسنيو د برنامو خپرول يې ممنوع کړي او بهرنيو خبريالانو ته ويزې نه ورکوي.
طالبانو په دې وروستيو کې د خبريالانو د نيولو لړۍ پېل کړې.
په وروستيو ورځو کې طالبانو لږ تر لږه پنځه خبريالان په ننګرهار، پکتيا، غزني او کندز کې نيولي دي. تر دې وړاندې هم يو شمېر خبريالان نيول شوي و او يو شمېر يې لا هم د طالبانو په زندان کې دي.
