اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت يوه چارواکي ويلي، چې د هيواد پوهنتونونه د نجونو بيرته منلو ته چمتو دي، خو پرېکړه بايد هبت الله اخوندزاده وکړي چې څه وخت د نجونو لپاره پوهنتونونه پرانيستل شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو مشاور مولوي عبدالجبار پرون (شنبه، ۲۱ د زمري) اسوشيټيډ پريس ته ويلي، چې د هبت الله اخوندزاده د امر پر اساس د نجونو پر وړاندې پوهنتونونه تړل شوي او هر وخت چې نوموړي امر وکړ، په هماغه ورځ به پرانيستل شي.
د اسوشيټيډ پريس د راپور له مخې، د طالبانو دې چارواکي ويلي، چې نشي کولای ووايي چې پوهنتونونه به څه وخت د نجونو پرمخ پرانيستل شي او یا اصلاً به خلاص شي او که نه.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دې چارواکي زياته کړې چې په پوهنتونونو کې د نجونو د بيا منل کېدو لپاره «هر څه چمتو دي.»
ده ويلي، چې «زموږ ټول مشران د نجونو د زده کړو د بيا پيلېدو پلويان دي. حتا زموږ وزيران د دې موضوع پلويتوب کوي.»
اسوشيټيډ پريس ويلي، چې د طالبانو د دې چارواکي څرګندونې «د آخوندزاده د فرمانونو په اړه د طالبانو تر منځ د نظرياتو د تفاوت څرګندونه کوي.»
تر دې وړاندې هم د طالبانو ځينو چارواکو د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونو پر نه پرانيستې نيوکې کړې وې.
د تېر لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دولتي او خصوصي پوهنتونو ته مکتوب ولېږه او «تر بيا خبرتيا» پوري يې د نجونو زده کړې وځنډولې.
له هغه وخته تراوسه د طالبانو چارواکي د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د پرانيستې ژمنې کوي، خو لا هم پر افغانستان د طالبانو د دويمې کليزې د پوره کېدو تر وخته، پوهنتونونه د نجونو پر وړاندې بند دي.
