اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یو کس خپل پلار په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دغه کس اسد نومیږي او نن (شنبه ٢١ د زمري) سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې یې خپل پلار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «سه پای» سیمه کې په ډزو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي، وژل شوی کس د نشه یي توکو روږدی و، چې له همدې امله یې زوی پرې په خپل کور کې ډزې کړي او وژلی یې دی.
سرچینه وایي، چې اسد د خپل پلار له وژلو وروسته له سیمې تښتیدلی دی.
تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو د یادې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
