اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دې ولایت د مېزانې ولسوالۍ اړوند «باوړيو» سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې پرمهال دوه نارینه مړه شوي او يوه ميرمن ژوبله ده.
په دې ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مسوولین وایي، چې دغه پېښه پرون (جمعه، ۲۰ د زمري) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د يوه «بای فور» موټر او موټرسايکل ترمنځ رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي، چې یاده پیښه کې پر موټرسايکل ناستو دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ميرمن ژوبله شوې ده.
د مسوولینو په خبره، چې د پېښې قربانيان يې د زابل ولايتي روغتون ته انتقال کړي او د ژوبلې ميرمنې درملنه روانه ده.
هيواد کې د سړکونو خرابوالی، د ترافيکي اصولو نه مراعات او د موټر چلوونکو تېز رفتار د ترافيکي پېښو اساسي لاملونه بلل کېږي.
