اطلاعات روز: تورخم کې د طالبانو چارواکي وایي، چې په دې وروستیو کې د تورخم بندر له لارې د بهرنیو سیلانیانو د راتګ لړۍ چټکه شوې، چې په تېرو څو میاشتو کې د دغه بندر له لارې ١٠٧ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.
د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار عصمت الله یعقوب نن (شنبه ٢١ د زمري) وویل، چې دغه سیلانیان په تېرو پنځو میاشتو کې راغلي، چې د افغانستان له ګڼو سیمو یې لیدنه کړې.
نوموړی زیاتوي، چې دغه سیلانیان له فرانسې، جرمني، کاناډا، امریکا، برتانیې، چک، سلواک او بنګله دېش څخه راغلي دي.
هغه دا معلومات دMURIUS GEB) HARD) په نوم له جرمني څخه د تازه راغلي سیلاني د راتګ په تړاو ویلي، چې تېره پنج شنبه یې د تورخم بندر له لارې یې افغان خاوره کې قدم ایښی دی.
طالب چارواکي په داسې حال کې د تورخم له لارې د بهرنیو سیلانیانو د راتګ وایي، چې په دې وروستیو کې د دغې ډلې له لوري ګڼ بهرني سیلانیان نیول شوي او د بند ورځې – شپې تېروي.
