د سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو ویاند عرفان الله شرفزوی وایي، چې د روان لمریز کال له پېل یې په ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې ۱۱۸۶ سوالګر راټول کړي، چې ۳۲۵ تنه ماشومان، ۹۳ نارينه او ۲۷۹ يې ښځې دي چې له ډلې یې ۳۷۲ مستحق پيژندل شوي او پاتې یې حرفوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په یادو شمېرو کې ۲۸۰ تنه ماشومان په ننګرهار، ۳۰ په کونړ، ۱۲ په لغمان او ۳ تنه یې په نورستان ولایت کې له دوی سره ثبت شوي دي.
شرفزوی زیاتوي: «په ټول ختیځ زون کې ۱۱۸۶ کورنۍ سوالګر ثبت او راجستر شوي، چې له ډلې یې ۳۷۲ تنه مستحق سوالګر پېژندل شوي، چې ۹۳تنه يې نارينه او ۲۷۹ تنه يې ښځينه دي. په ننګرهار کې ۶۲۳ سوالګر ثبت شوي ۷۸ حرفوي، ۳۲۶ غریب، ۲۱۹ تنه مستحق چې ۳۹ نارینه او ۱۸۰ ښځې دي؛ دغه راز د کونړ په ولايت کې ۲۳۲ کورنۍ سوالګر ثبت او راجستر شوي، چې له دې جملې څخه یې ۵۱ تنه مستحق سوالګر پېژندل شوي، ۲۴ تنه يې نارينه او ۲۷ تنه يې ښځينه دي او پاتې نور يې حرفوي او غريب دي او د لغمان په ولايت کې ۱۹۶ سوالګر ثبت او راجستر شوي، چې له دې جملې څخه ۷۲ غريب، ۴۷ حرفوي، ۱۲ ماشومان او ۶۵ مستحق سوالګر پېژندل شوي، چې ۴ تنه يې نارينه او ۶۱ تنه يې ښځينه دي. همدارنګه د نورستان په ولايت کې ۱۳۵ کورنۍ سوالګر ثبت او راجستر شوي، چې له دې جملې څخه ۹۵ سوالګر حرفوي، ۳ ماشومان او ۳۷ مستحق سوالګر پېژندل شوي، چې ۲۶ تنه يې نارينه او ۱۱تنه يې ښځينه دي.»
نوموړی وایي، له تثبیت وروسته د دغه سوالګرو له ډلې یې کم عمره ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند حرفوي او نورو زده کړه یيزو مرکزونو ته معرفي کېږي او د لوړ عمر لرونکي مستحق سوالګر له ثبت او بایومتریک وروسته په میاشتني ډول معاش ترلاسه کوي.
هغه زیاتوي هغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ نفقه په غاړه لري د زده کړو سربېره يې د کورنۍ سره هم مرسته کېږي.
د سرې میاشتې مسوولین د سوالګرو زیاتیدل د اندیښنې وړ مسئله بولي او وایي، له همدې لارې هڅه کوي چې مستحق او حرفوي سوالګر سره بېل کړي.

که څه هم د هېواد په ختیځ کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پای ته رسیدلې، خو بیا هم په ښار کې ډېر داسې سوالګر تر سترګو کېږي چې د ژوند ناخوالو سړکونو ته را ایستلي او له سوال کولو پرته بله لار نه لري.
عاشق الله د جلال اباد ښار د مخابراتو او تالاشۍ څلور لارې ترمنځ د غځیدلي سړک څنډې ته هره ورځ د سوال کولو په موخه ناست وي، هغه هر تېرېدونکي کس ته په داسې حال کې خپل لاسونه اوږدوي، چې چاودلي لاسونو، په شونډو ولاړ پتري او تار تار پټکی یې د غربت ډېرې کیسې لري.
هغه زیاتوي یوه ځوی او درې لورګانې لري خو ځوی یې د تیر حکومت پر مهال د جلال اباد ښار په کابل بانک د ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.
هغه وایي، د کورنۍ سرپرستي د ده تر غاړې ده او له مجبورۍ یې خیرات کولو ته مخه کړې. نوموړی وایي، که چا څه خیرات ورکړ ماښام ته یې له لوږې د اولادونو اوښکې وچوي، که نه نهر ناست وي.
عاشق الله وویل:«زما درې لورګانې او یو زوی و، زوی مې تر ټولو مشر و او د کورنۍ ډیره ګټه وټه هغه کوله خو کله چې په کابل بانک برید وشو نو هغه په کې ووژل شو او د نوموړي له مرګ وروسته د کورنۍ سرپرستي زما تر غاړې ده؛ زه د نورې مزدورۍ نه یم نو ځکه مې سوال کولو ته مخه کړې نه راسره سرې میاشتې او نه بل چا مرسته کړې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم.»

غلام نبي بیا هغه کس دی چې د معلولیت له امله یې سوال ته مخه کړې ده. نوموړی زیاتوي، مخکې یې د زړه زور ډېر و؛ خو اوس یې په مخ توره ږیره سپینه شوې، اولادونه یې واړه دي، په یوه لاس معلول شوی او د کار کولو توان نه لري؛ نو ځکه یې خلکو ته د سوال لاس اوږد کړی دی.
هغه وایي، که چېرته د داسې کار زمینه ورته برابره شي چې نوموړی یې وکړای شي نو غاړه به ترې ونه ګرځوي.
نوموړی زیاتوي، ډېر کله داسې هم شوي چې اولادونه یې په دې تمه وي چې پلار به یې د خوړلو لپاره څه ورته راوړي؛ خو هغه تش لاس ورغلی، د اولادونو سره یو ځای یې اوښکې تويې کړې او شپه یې نهر تېره کړې ده.
غلام نبي زیاتوي: «زما اولادونه واړه دي او اوس سپین ږیری شوی یم، مخکې به مې مزدوري کوله او خپلې کورنۍ ته به مې نفقه برابروله خو اوس کار نشم کولای؛ ډیر کله مې اولادونه د خوړو د نشتون له امله څو شپې هم په نهاره ویده شوي نو له حکومت غوښتنه کوو چې زمونږ په شان د سوالګرو لاسنیوی دې وکړي او زمونږ ستونزو ته دې دحل لار پیدا کړي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم د سوالګرو زیاتېدل د اندېښنې وړ موضوع بولي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وايي، چې په جلال اباد ښار کې د سوالګرو ۶۰ په سلو کې ماشومان دي، مګر د ټولو سوالګرو کره شمېرې په لاس کې نه لري.
د هغه په خبره دم ګړۍ یې د سرې میاشتې په همکارۍ په جلال اباد ښار کې د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل کړې، چې په بشپړېدو سره به یې کمعمره سوالګر ماشومان د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند حرفوي زدهکړو مرکزونو ته معرفي شي او عمرخوړولي مستحق سوالګر به له بایومیتریک وروسته میاشتنی معاش ترلاسه کړي.
حقاني زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې د سوالګرو زیاتیدل د اندیښنې وړ موضوع ده، خو زیاتره داسې سوالګر هم شته چې دوی په حرفوي ډول خیرات راټولولو ته مخ کړې؛ موږ کوښښ کوو، څو هغه سوالګر چې سوالګر نه دي هغوی تشخیص کړو او هغه چې سوالګر دي هغوی ته خپل حقوق ورکړو مونږ څه موده وړاندې ۴۲۰ سوالګر راټول کړي چې په دوی کې ۳۰ سلنه ښځینه دي او پاتې یې نارینه دي او په دوی کې بیا ۶۰ سلنه ماشومان دي.»
له دې سره هممهاله عام وګړي بیا د سوالګرو زیاتېدو عمده علت د طالبانو له حکومت وروسته په لویه کچه بېوزلي او بېروزګاري یادوي چې له امله یې خلک سوال کولو ته مجبور شوي دي.
خلک د طالبانو له حکومت د کاري زمینو د برابریدو او بنسټیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي، وایي که چېرې حکومت کارموندنه وکړي، له سوال او خیرات ټولولو به یې د ډېرو سوالګرو مخ راګرځولی وي.
