د بشر حقونو څار: د طالبانو ځپونکي سياست زور اخیستی

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار د طالبانو د حکومت د دويمې کليزې په درشل کې ويلي، چې د دې ډلې ځپونکی سياست نور هم زور اخیستی دی.

د دې بنسټ اعلاميه چې نن (پنج شنبه، ۱۹ د زمري) خپره شوې، پکې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دې ډلې د ښځو او نجونو پر حقونو او رسنيو خپل محدوديتونه سخت کړي دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو ښځې او نجونې د تحصيل، کار او ازاد تګ-راتګ له حق څخه محرومې کړې دي. همدا راز، دې ډلې پر رسنيو او معلوماتو ته پر لاسرسي پراخ بنديزونه لګولي، ورځپاڼه ليکونکي او نور نيوکه کوونکي نيسي او زندان ته یې اچوي.

د بشر حقونو د څار په بنسټ کې د افغانستان د چارو شنونکې فرشتې عباسي ويلي، چې «د افغانستان خلک د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري حقونو او بشري کړکېچ په وېره کې ژوند کوي.»

دې ټينګار کړی، چې د طالبانو رهبري بايد ژر تر ژره خپل «ظالمانه» قوانين او سياستونه لغوه کړي او نړيواله ټولنه بايد د اوسنيو کړکېچونو په تړاو له دې ډلې پوښتنه وکړي. د عباسي په وينا، کوم دولتونه چې له طالبانو سره تعامل کوي، بايد پر دې ډلې فشار راوړي چې سمدستي خپله تګلاره بدله کړي.

د بشر حقونو د څار په وينا، افغانستان په نړۍ کې په تر ټولو بد بشري کړکېچ اوښتی دی او د دې هيواد ۲۸ ميليونه وګړي، دوه پر درې برخه نفوس بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

دې بنسټ زياته کړې، چې له لسيزو جګړو سره – سره، د سختې آب او هوا پېښې، پراخه بې‌کاري او د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د ښځو او نجونو پر حقونو سخت بنديزونه د غذايي ناامنۍ اصلي دلايل دي.

د دې بنسټ په وينا، د طالبانو د بنديزونو له کبله زياتې دندې له منځه تللې دي، په ځانګړې توګه زياتې ښځې له کار او په بشري سازمانونو کې له فعاليت کولو څخه راګرځول شوې دي.

د بشر حقونو د څار په اعلاميه کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ د ډسمبر د ۲۴مې پر مهال، په غير دولتي داخلي او نړيوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بنديز له وجې د ښځو ژوند په جدي توګه زيانمن شوی دی، ځکه د ویش او څار په پروسو کې د ښځو د نه ګډون له امله ناشونې شوې ده چې معلومه شي ښځو ته مرستې رسېږي او که نه.

عباسي ويلي: «د طالبانو ښځه ځپونکي سياستونه د ښځو لومړنيو حقونو ته کامله بې توجهي ښيي. د دوی سياستونه او محدوديتونه نه يوازې د هغو ښځو ژوند چې فعالې دي او د بشري حقونو مدافعې دي زيانمنوي، بلکې د هغو عادي ښځو ژوند هم زيانمنوي چې د يوه عادي ژوند په لټه دي.»

طالبانو د ښځو پر خلاف په خپل وروستي فرمان کې، د ښځينه سينګارتونونو پر فعاليت بنديز لګولی چې له کبله يې په زرګونو ښځې بې‌کاره شوې دي.

د بشر حقونو څار ټينګار کړی، چې مرستندویه هيوادونه بايد د روان بشري کړکېچ د کمولو لپاره داسې لارې-چارې ومومي چې د ښځو پر خلاف د طالبانو ځپونکي سياستونه ورسره پياوړي نشي.

د افغانستان په چارو کې د امريکا څارونکې ادارې يا سيګار په تازه توګه په خپل وروستي راپور کې ويلي، چې متحده ايالاتو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې، له دې هيواد سره څه باندې ۲.۳۵ ميليارده ډالره مرسته کړې.

سيګار زياته کړې، چې د بشري مرستو په بهير کې د طالبانو لاسوهنه او د خپلو برنامو په خونديتوب کې د ملګرو ملتونو ناتواني اندېښمنوونکې ده.

د دې راپور تر خپرېدو وروسته، د امريکا د استازو د مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس په خپله اعلاميه کې ويلي، چې «د طالبانو په څېر تروريستانو جيبونو ته د امريکا د ماليه ورکوونکو د پيسو لېږد» نفرت پاروونکې خبره ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه