د لوګر په دولتي ښوونځیو کې د ۱۲۰۰ ښوونکو ګمارنه؛ خلک: زیاتره یې د طالبانو غړي دي

اطلاعات روز: په لوګر ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې یې د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو په دولتي ښوونځیو کې ۱۲۰۰ نوي ښوونکي ګمارلي دي او زده کوونکو ته بېلابېل مضامین تدریس کوي، خو خلک وایي، چې په همدې نویو ګمارل شویو ښوونکو کې ډېره برخه یې د طالبانو غړي او یا هم پلویان دي.

د دغه ولایت د پوهنې له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو ښوونکو کې ۱۰۰۰ تنه یې نارینه او پاتې نور ښځینه دي.

دوی زیاته کړې چې په دغو ښوونکو کې یې ۱۰۳۳ د ښوونځیو لپاره او ۱۶۷ نور بیا د دیني مدرسو لپاره په خالي بستونو ګمارل شوي دي.

خو د لوګر ولایت اوسېدونکي بیا وايي، چې د پوهنې ریاست له لوري په خالي بستونو تازه ګمارل شوي کسان زیاتره د طالبانو رسمي غړي او یا یې هم ملاتړي دي، چې دې چارې د مسلکي ښوونکو حق تر پښو لاندې کړی دی.

په محمداغې ولسوالۍ کې د یو دولتي ښوونځي ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز ته وویل، چې لېسې ته یې تازه را کامیاب شوي ښوونکي تر ډېره د طالبانو پلویان او یا یې هم د کورنۍ غړي دي.

نوموړي چې د ږیرې نه پرېښودو په جرم له دندې ګوښه کړل شوی په خپلو خبرو کې وویل، چې د پوهنې ریاست له لوري له پخوانیو ښوونکو سره توپیري چلند کیږي او په یوه او بله پلمه له دندو شړل کېږي.

نوموړي وايي: «شپږ میاشتې وړاندې دلته زه په محمداغې ولسوالۍ کې له یو ښوونځي چې د ښوونکي دنده مې په کې لرله له خپل موقف لېرې شوم او زما پرځای پر دغه بست چې څه موده وړاندې ورڅخه ازموینه واخیستل شوه، یو ملا مقرر شوی دی.»

اوس مهال په لوګر ولایت کې ۳۱ تعلیمي او تحصلیي بنسټونه، د دیني مدرسو په شمول خصوصي ۳۴۹ تعلیمي مرکزونه فعال دي، چې په کې ۱۱۳۹۶ ښځینه او ۲۵۷۴۷ نارینه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه