اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو د ځينو سرچينو په وينا ويلي، چې د پاکستان دولت په دې لټه کې دی چې د افغانستان د طالبانو مشر هبت الله آخوندزاده داسې یوه علني فتوا ورکړي چې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه غير اسلامي اعلان کړي.
د ايکسپريس ټريبيون په وينا، په پاکستان کې د تروريستي بريدونو تر زياتېدو وروسته پاکستان له هبت الله آخوندزاده څخه د صريح امر غوښتنه کړې ده.
دې رسنۍ ليکلي، چې پاکستان يو څه وخت وړاندې خپل لوړپوړی ډيپلوماټ په يوه درې ورځني سفر کابل ته ولېږه او روښانه پيغام يې دا و چې طالبان بايد هغه تعهد ته پابند پاتې شي چې له نړيوالې ټولنې سره يې د دوحې په هوکړه ليک کې کړی دی.
دې رسنۍ ليکلي، چې کله پاکستاني لوري د طالبانو لوړپوړي مشران تر فشار لاندې راوستل چې د افغانستان په خاوره کې د تحريک طالبان پاکستان د نه فعاليت پر ژمنو دې عمل وکړي، ورته وويل شول چې د طالبانو مشر د يوه حکم له لارې د پاکستان پر ضد بريدونه حرام ګڼلي دي.
د باخبره سرچينو په وينا، دا حکم د طالبانو تر منځ ابلاغ شوی دی؛ خو په عامه توګه نه دی اعلان شوی.
خو پاکستان له طالبانو څخه غوښتي چې دا فرمان دې علني کړي، ځکه په داسې توګه به اغېز ولري.
په تازه توګه د طالبانو د دفاع وزیر يعقوب مجاهد د طالبانو د رهبر د امر پر اساس ويلي: «که يو څوک له افغانستان څخه دباندې د جهاد په نېت ځي، جهاد يې جهاد نه بلل کېږي.»
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزیون له لوري په يوه خپاره شوي غږيز کليپ کې مجاهد ويلي: «فعلا د امير امر دی او اطاعت يې فرض او واجب او لازم دی. که يو څوک له افغانستانه دباندې د جهاد په نېت ځي، جهاد يې جهاد نه بلل کېږي.»
ده د هيڅ هيواد نوم نه دی اخيستی، خو ظاهرا يې اشاره پاکستان ته وه.
په همدې حال کې ځينو سرچينو ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، چې دا کافي نه ده، پاکستان د طالبانو له مشر څخه يو روښانه او صريح فرمان غوښتی دی چې د پاکستان پر خلاف د تحريک طالبان پاکستان بريدونه غير اسلامي وبولي.
په عين حال کې د پاکستان پوځ اندېښنه ښکاره کړې چې افغان وګړي په دې هيواد کې په تروريستي بريدونو کې لاس لري.
د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د دوشنبې په ورځ په پېښور کې خبرداری ورکړ او ويې ويل چې په تروريستي بريدونو کې د افغان وګړو ښکېلتيا د سيمهييزې سولې لپاره ګواښونکې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په پاکستان کې په تروريستي بريدونو کې د افغان وګړو ښکېلتيا رد کړې ده.
مجاهد په هغه اعلاميه کې چې د سېشبنې (۱۷ د زمري) په شپه يې پر ايکس (پخواني ټويټر) پلټفارم خپره کړې ليکلي، چې پاکستاني چارواکي بايد د افغانانو د تورنولو پر ځای د خپل هيواد امنيتي اوضاع په دقت مديريت کړي او بايد «په خپل کور کې دننه حللاره ولټوي».
ده زياته کړې، چې طالبان په پاکستان کې د هيڅ بريد پلويتوب نه کوي او هيچاته هم د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي. «خو دا د دې معنا نه ورکوي چې افغانستان په سيمه کې د يو هيواد د امنيتي ناکامۍ مسوول دی».
ده ليکلي: «… په پاکستان کې دننه د بريدونو کنټرول او مخنيوی زموږ مسووليت نه دی، بلکې د هغه هيواد د امنيتي او استخباراتي ادارو دنده ده چې د خپل هيواد د بودیجې زياته برخه په همدې [موخه] لګوي.»
د طالبانو وياند په خپله اعلاميه کې ليکلي، چې دې ډلې په تېر سپوږميز کال (۱۴۴۴) کې ۱۸ تنه پاکستاني داعشيان په افغانستان کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال وژلي او په لسګونو نور يې نيولي دي.
ده زياته کړې، چې طالبان د دې پرځای چې پاکستان ته د پړې ګوته ونیسي، خپل امنيتي تدابير یې پياوړي کړي دي.
