د جلال‌اباد ښاريان: د اوړو بيې ټیټې شوي، خو د ډوډۍ وزن نه دى ډېر شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسیدونکي شکایت کوي او وایي، که څه هم په دې وروستیو کې د اوړو بيې د پام وړ ټیټې شوي خو نانویانو د ډوډۍ په وزن کې هیڅ زياتوالى نه دى راوستلی.

سید محمد چې دجلال اباد ښار اوسیدونکی دی وایي، پخوا چې پنځوس کيلو اوړه په شاوخوا ۲۵۰۰ او حتا درې زره افغانۍ وو، هم د ډوډۍ وزن ۱۲۰ ګرامه و او اوس چې اوړه ١٦۸۰ افغانيو ته راټيټ شوي، بيا یې هم وزن ١٢٠ ګرامه دى.

نوموړی ټینګار کوي او له ښاروالۍ غواړي چې يا دې نرخونه ټيټ کړي او يا دې هم د ډوډۍ وزن ډېر کړي.

ښاریان په نانوایانو کې د ډوډۍ وزن د کمښت له امله اندېښنه ښيي او د طالبانو له حکومته غواړي چې په ټولو نانوايي‌ګانو کې د ډوډۍ وزن کنټرول کړي.

د جلال‌اباد ښار د څلورمې ناحیې اوسیدونکی امید الله هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د اوړو د نرخ له ټيټیدو سره بايد نانوايانو په خپله خوښه د ډوډۍ وزن بېرته ډېر کړى واى.

هغه د نانوايي‌ګانو د ډوډۍ په وزن کې کموالی بې‌انصافي ګڼي او له ښاروالۍ او اړوندو بنسټونو غواړي چې پر بازار جدي کنټرول ولري او د ډوډۍ وزن په ټولو نانوايي‌ګانو کې د ټاکلې نرخ‌ پاڼې له مخې وڅاري.

په ورته مهال نانویان د خلکو نیوکې او شکایت ردوي او وايي، د اوړو بیو له ټیټېدو سره سم یې د ډوډیو وزن بېرته ډېر شوى دى.

شیر محمد چې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند مستوفیت څلور لارې ته څیرمه نانوایي لري وايي، کم وزن ډوډۍ يې هم د ښاروالۍ له حکم سره سم پخوله او اوس چې تازه وزن ټاکل شوى، هغه ته هم ژمن دي.
د هغه د معلومات له مخې، پخوا يې د يوې کوچنۍ ډوډۍ وزن ١٢٠ ګرامه و خو اوس ١٦٥ ګرامو ته لوړ شوى دى.

بل لور ته د جلال‌اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو وياند بختي‌جان مراد وایي، تازه په نوې نرخنامه کې د ډوډۍ وزن ۱۶۵ ګرامه ټاکل شوی دی.

د هغه په خبره یاد تغیرات یې د اوړو د بیو له ټیټدو وروسته راوستي او دغه راز ګڼ شمیر هغه نانوایانې یې هم تړلي چې له ټاکلې اندازې یې په کم وزن ډوډۍ پخوله.

نوموړي څرګنده کړه چې د جلال اباد ښاروالۍ ګرځنده ټیمونه په ټول ښار کې د ډوډۍ وزن کنټرولوي او که څوک له نرخ‌پاڼې سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه