اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا څارونکې اداره (سيګار) وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې امريکا له دې هيواد سره څه باندې ۲.۳۵ ميليارده ډالره مرسته کړې ده.
دې ادارې په تازه توګه د امريکا کانګرس ته خپل شپېتم راپور وړاندې کړی او ويلي يې دي چې متحده ايالات لاهم د افغانستان له خلکو سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی.
سيګار په خپل راپور کې ويلي، چې د بشري مرستو د وېش په بهير کې د طالبانو لاسوهنه او له خپلو برنامو څخه د دفاع په برخه کې د ملګرو ملتونو ناتواني د اندېښنې وړ دي.
د سيګار مشر څارونکي جان سپکو ويلي، چې نور بحث دا نه دی چې ايا طالبان د افغانستان له خلکو سره کېدونکې مرستې منحرفوي او که نه، بلکې خبره داده چې هغوی د څومره مرستو د انحراف په حال کې دي.
ده زياته کړې، چې وړاندې يې د طالبانو له لوري د مرستو د انحراف په تړاو ګڼې ادعاوې تر لاسه کړې وې او دا ادعاوې له سرچينو سره په مرکو کې تاييد شوې دي.
همدا راز سپکو ویلي، چې په می مياشت کې د متحده ايالاتو د سولې موسېسې له لوري د متحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) ته کوم راپور وړاندې شوی دی، ښيي چې طالبانو د ملګرو ملتونو تر مديريت لاندې برنامو کې په اغېزناکه توګه نفوذ کړی او اغېز پرې لري.
په راپور کې راغلي، چې داسې ښکاري طالبان د ملګرو ملتونو سيسټم د عايد يوه سرچينه ګڼي او هڅه کوي چې انحصار يې کړي او کنټرول پرې ولري.
سپکو زیاته کړې: «زه او همکاران مې د خپلو برنامو له خونديتوب څخه د ملګرو ملتونو ښکاره ناتواني ډېره اندېښمنوونکې بولو.»
طالبان په بشري برنامو کې لاسوهنه ردوي او متحده ايالات او نور لوېديځ تمويلوونکي له افغانستان سره د مرستو په سياسي کولو تورنوي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې ځينې بنسټونه ۸۰ سلنه مرستې حيف و ميل کوي او يوازې ۲۰ سلنه د افغانستان خلکو ته ورکوي.
ورته مهال يو شمېر اړمن وګړي هم د مرستې رسونې پر بهير نيوکه کوي او وايي، چې دا بهير له فساد او تبعيض سره مخ دی او واقعي اړمن وګړي له مرستو بې برخې دي.
