د طالبانو پابلو اسکوبار؛ بشير نورزی څوک دی؟

کاظم احسان

Photo: Al Hijrah

د طالبانو متحد او د نشه‌يي توکو قاچاقبر حاجي بشیر نورزی چې په امريکا کې په عمري بند محکوم و، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر مياشتې پر ۱۹مه نېټه په يوه دوه اړخيزه تبادله کې له زندانه ازاد شو. طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې امريکايان قانع کړل چې نوموړی خوشې کړي. نورزی امريکايانو «په اسيا کې د هيرويینو د قاچاق پابلو اسکوبار» ګڼلی دی، نوموړی د امريکا په زندان کې د ۱۷ کلن زندان تر تېرولو وروسته خپل هيواد ته راستون شو. کله چې نوموړی د کابل په هوايي ډګر کې راکښته شو، تود هرکلی يې وشو او له طالبانو سره تړلو رسنيو دا صحنې د يو مستند په توګه ثبت کړې.

طالبانو د کابل په هوايي ډګر کې د نوموړي داسې هرکلی وکړ لکه د يوه اتل چې کېږي. د طالبانو د رییس الوزرا، د دفاع وزير، د استخباراتو رييس او د طالبانو د نورو وزارتونو سرپرستانو د يوه پلاوي په ګډون، د طالبانو لوړپوړو چارواکو په هغه مېلمستيا کې ګډون وکړ چې د بشير نورزي د راتګ په مناسبت جوړه شوې وه.

دې تود هرکلي د طالبانو د ډېری شنونکو لپاره ډېرې بې ځوابه پوښتنې راپورته کړې: بشير نورزی څوک دی؟ څنګه يو داسې چا د طالبانو تر منځ داسې درناوی او پراخ نفوذ پیدا کړی دی چې په طالبانو کې نه هيڅ ډول مقام لري او نه ورسره رسمي اړيکه لري؟ د بشير نورزي داستان يوه کوچنۍ بېلګه ده چې د افغانستان په معاصر تاريخ کې د څو لسيزو د شخړو او سياست اصلي ځانګړنې لري چې بې ثباته اتحادونه او ايتلافونه، د ځواک پېچلي ډايناميکس او د بقا لپاره پرلپسې هلې-ځلې سره یوځای کوي.

نورزی او د طالبانو ظهور

په قومي توکه بشير نورزی د نورزيانو له بانفوذه او ځواکمنې قبيلې څخه دی او د هیواد د سویل کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې پيدا شوی دی. نورزی قوم د پښتنو په قومي وېش کې د درانيانو يوه څانګه ده. نورزی په ځوانۍ کې د ۱۹۸۰ لسيزې پر مهال د شورويانو پر خلاف د مجاهدينو يو سيمه‌ييز قومندان و. د ۱۹۹۰ لسيزې په لومړيو کې د ډاکټر نجيب پر دولت د مجاهدينو تر برياليتوب وروسته، نورزی چې ۳۰ کاله عمر یې درلود، د لنډ وخت لپاره د کندهار والي وټاکل شو.

کله چې د شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، نورزي د سټينګر توغنديو د بيرته ورکولو په بهير کې د امريکا د مرکزي اطلاعاتو له سازمان (سيا) څخه د پام وړ کچې ډالر تر لاسه کړل. د ۱۹۹۳ کال پر مهال، له نشه‌يي توکو سره د امريکا د مبارزې ادارې (DEA) نورزی په افغانستان کې د نشه‌يي توکو يو عمده قاچاقبر وباله چې نه يوازې له پلاره ورته پراخه شتمني او ځمکې په ميراث پاتې شوې دي، بلکې د نشه‌يي توکو د توليد او قاچاق شبکې يې شتمني نوره هم پراخه کړې وه.

د ۱۹۹۰ کال په وروستۍ لسیزه کې چې کله نورزی د خپل پلار کسب ته لاس واچاوه، نو د طالبانو د غورځنګ تدريجي پرمختګ يې هم څاره چې خپل ځواک او قلمرو يې پراخاوه. نورزی په لومړي ځل له ملاعمر سره هغه وخت بلد شو چې د ۱۹۸۰ لسيزې پر مهال د مجاهدينو په جبهه کې جنګېده. د يوه بانفوذه قوم د مشر په توګه يې له ملا عمر سره نږدې اړيکې پيدا کړې او وروسته يې په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ د نشه‌يي توکو د سوداګرۍ واک په لاس کې واخيست. د دې په مقابل کې نوموړي طالبانو ته پيسې، باروت، چاودېدونکي توکي، وسلې او حتا جنګيالي برابرول او په همدې توګه يې د طالبانو په ليکو کې خپل ځواک او نفوذ پياوړی کاوه.

له دې سره – سره، د طالبانو په ظهور او پياوړتيا کې د نورزي رول یوازې د هغوی تر مالي او لوجستيکي ملاتړ پورې نه محدودیده. ده له خپل نفوذ او د خپل قوم له مقام څخه په استفادې، د طالبانو په چټکه وده او پراختيا کې ټاکونکی رول لوبولی دی. لکه څرنګه چې هالنډۍ څېړونکې او ورځپاڼه ليکونکې بيتي دام په خپل کتاب «د دښمن په لټون؛ ملا عمر او نا پېژندل شوي طالبان» کې ليکي: «د دې پاڅون لپاره يې پيسې، ځواک او لازمې اړيکې درلودې … ملا عمر به په بحثونو کې ګډون کاوه تر څو دې خوځښت ته مذهبي مشروعيت ورکړي. [په ټولو ناستو او قومي جرګو] کې به حاجي بشير په خپل څنګ کې چوپ کس ته اشاره کوله او ويل به يې: دی د دې خوځښت مشر دی.»

کله چې د نورزي د نشه‌يي توکو د قاچاق شبکه پراخه شوه، ورسره د نشه‌يي توکو په کاروبار کې د ده حيثیت هم لوړ شو او په افغانستان کې له تر ټولو ځواکمنو قاچاقبرو څخه و. په ډېره چټکۍ د نورزي د نشه‌يي توکو شبکه له افغانستان او سویلي اسيا څخه تر اروپا او متحده ايالاتو پورې پراخه شوه. نوموړي همدا راز له القاعدې او د پاکستان له (آی ايس آی) سازمان سره اړيکې پیدا کړې او د طالبانو په لوبه کې يې پر نړیوال ډګر ډېر ګټور خو په عين حال کې خطري رول ولوباوه.

د امريکا له اطلاعاتي سازمانونو سره اړيکې

د امريکا له بېلابېلو اطلاعاتي بنسټونو سره د نورزي پېچلې اړيکې څو لسيزې مخينه لري. له بشير نورزي سره د امريکا د اړيکو داستان د ۱۹۸۰ له لسيزې او د شوروي د يرغل پر خلاف د امريکا او لوېديځ په ملاتړ د مجاهدينو له جګړې راپېلېږي. لکه څرنګه چې ګرتشن پيترز (Gretchen Peters) ليکي، احتمالا نورزی د ۱۹۹۰ لسيزې په وروستيو کې تر خپل مديريت د لاندي شبکې په رهبرۍ سره د نشه‌يي توکو پر خلاف د امريکا د مبارزې له ادارې سره د جاسوس په توګه کار کاوه او دې سازمان ته به يې د نشه‌يي توکو د ترکي قاچاقبرانو په اړه مهم معلومات برابرول. په عين حال کې نوموړي له افغانستانه د شورويانو تر وتلو وروسته د سيا سازمان له مامورينو سره د سټينګر توغنديو په بيا تر لاسه کولو کې مهم رول درلود چې په دې سره د امريکا په اطلاعاتي سازمانونو کې د ده حيثيت لوړ شو.

کله چې نورزي دا اړيکې ټينګولې، د امريکا اطلاعاتي اژانس خپله پاملرنه د ده پلار محمد عيسی نورزي ته اړولې وه چې د نشه‌يي توکو مهم او مشهور قاچاقبر و او خپله شبکه يې په هلمند او کندهار ولايتونو کې له ازموينځايونو اداره کوله. په حقيقت کې بشير نورزي دا حيثيت، قبيلوي نفوذ او سوداګري له خپله پلاره په ميراث وړي و او د طالبانو په ملاتړ يې خپله سوداګري ډېره پراخه کړې وه.

کله چې د ۱۱ سپتمبر پېښه وشوه، بشير نورزی د پاکستان په کويټه ښار کې په خپل کور کې و. دی پوهېده چې امريکا به د غچ اخيستنې بريد خامخا کوي او دا بريد به ښايي د طالبانو رژيم سقوط کړي. له دې سره – سره، له ملا عمر سره د ده نږدې اړيکو نوموړی د امريکا په اطلاعاتي سازمانونو کې په يوه «مهم نظامي هدف» بدل کړی و. کله چې د امريکا په مشرۍ د لوېديځ نظامي يرغل پېل شو، ملا عمر له کندهاره ورک شو. ده د کندهار د کنټرول او د طالبانو د ۲۰ ميليونه نغدو ډالرو – له يوه بل روايت سره سم ۵۰۰ ميليون ډالرو – مسووليت نورزي ته وسپاره. کله چې طالبان مات شول، نورزی پاکستان ته وتښتېد.

نورزي د تېر په څېر د امريکا له اطلاعاتي سازمانونو سره خپلې اړيکې وساتلې د ۲۰۰۱ کال په وروستيو کې يې د پاکستان چمن ښار ته نږدې د کندهار په سرحدي ښار سپين بولدک کې له امريکايي چارواکو سره وليدل؛ خو دی په دې لیدنه کې په موقته توګه زنداني شو.

د امريکايي نظاميانو له لوري تر شپږ ورځنې زندان او پلټنو وروسته، دی خوشې کړل شو او يو ځل بيا پاکستان ته وتښتېد. د ۲۰۰۲ د جنوري پر مهال، نوموړي په قبيلوي مناسباتو کې خپل نفوذ ته په پام په يو لړ مراسمو کې ۱۵ موټره مهمات او شاوخوا ۴۰۰ د الوتکې ضد توغندي چې طالبانو د ده د قوم په سيمه کې پټ کړي و، امريکايانو ته وسپارل.

داسې ښکارېدله چې دا تګلاره تر يوه حده بريالۍ شوې ده، ځکه په راتلونکو مياشتو کې يې پنځه ځله د امريکا له نظامي او اطلاعاتي استازو سره وليدل. ده ادعا کوله چې موخه يې «په افغانستان کې د وضعيت باثباته کول او له نوي دولت سره د منځلارو طالبانو د دوستۍ کولو لپاره له امريکايانو سره په مذاکراتو کې مرسته» ده. د نورزي د مذاکراتو او منځګړيتوب پايله دا شوه چې ملا وکيل احمد متوکل د ۲۰۰۲ په فبروري مياشت کې امريکايانو ته تسليم شو، خو د افغانستان په اداره کې د ځايولو پر ځای د ګوانتنامو مشهور زندان ته د ملا متوکل انتقال، نورزی په غوسه کړ، ده احساس کاوه چې امريکايانو ورسره خيانت کړی دی.

نورزی ډېر ژر له همداسې يوې بلې پېښې سره مخ شو، کله چې ده د مجاهدينو يو پخوانی قومندان او د طالبانو ملاتړی برقعت خان (Haji Birqat) یا برکت خان قانع کړ چې په پاکستان کې له خپل پټنځای څخه راووځي تر څو له امريکايانو سره مذاکره وکړي خو دا مهال امريکايانو د برقعت خان پر مېشتځای بريد وکړ او دی او دوه لمسيان يې په بريد کې ووژل شول. امريکايي چارواکو ادعا وکړه چې برقعت خان پر امريکايي چارواکو د بريد پلان درلود؛ هغه ادعا چې نورزي په ډاګه رد کړه. تر دې پېښو وروسته نورزي پر امريکايانو خپل باور بايلود. له دې وېرې چې سبا دی په خپله هدف نشي، پاکستان ته وتښتېد او له سترګو پټ شو.

د ۲۰۰۴ کال په لومړيو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور او مشهورې بانفوذې سياسي څيرې احمد ولي کرزي او د پاکستان د اطلاعاتي سازمان پخواني افسر سيائت الله خان بابر (احتمالا سيف الله بابر) چې د بشير نورزي نږدې ملګری و، دی قانع کړ چې له امريکايانو سره د اړيکو چينلونه خوندي وساتي او خپلو مذاکراتو ته ادامه ورکړي. تر يو څه وخت فکر او چورت وروسته، نورزي له امريکايانو سره د مذاکرې او تعامل وړانديز ومانه.

په دام کې لوېدل

د ۲۰۰۴ کال د اپريل په مياشت کې نورزی د امريکا له دوو اطلاعاتي مامورينو سره د ليدنې په موخه دوبۍ ته ولاړ. ټاکل شوې وه چې په يوه لوکس هوټل کې د امريکا له اطلاعاتي مامورينو سره وګوري. دې دوو مامورينو خپل ځانونه د امريکا د دفاعي اطلاعاتي سازمان کارمند «مايک» او د ايف بي آی د کارمند «برايان» په نوم سره معرفي کړل. د وروستيو پنځو مياشتو پر مهال، هغوی له نورزي څخه د يو څو ساعتونو لپاره پلټنې وکړې تر څو د بېلابېلو مسايلو او د نورزي په وینا د «پوډرو د کاروبار» په اړه له نوموړي معلومات تر لاسه کړي. د څو غونډو پر مهال، اطلاعاتي مامورينو له نورزي څخه د هغه عايداتو په اړه پوښتنه وکړه چې نوموړي د نشه‌يي توکو له سوداګرۍ تر لاسه کول او د القاعدې سازمان مالي حسابونو ته تلل خو ده د نشه‌يي توکو په توليد او سوداګرۍ کې له لاس لرلو او له دې لارې القاعدې ته د پيسو د ورکړې په شمول له اکثريت تورونو انکار وکړ.

د ۲۰۰۴ کال په جون کې د ده نوم د نشه‌يي توکو د مهمو قاچاقبرانو په مصوبه کې ياد شوی و او په نړۍ کې له لسو خطرناکو قاچاقبرانو څخه ګڼل شوی و. له نشه‌يي توکو سره د امريکا د مبارزې ادارې ادعا وکړه چې د نورزي تر رهبرۍ لاندې شبکې تر ۵۰ ميليونه امريکايي ډالرو په زياته کچه هيرویين په پېچلې او اغېزناکه بڼه د پاکستان او ختيځې اروپا له لارې د نیويارک تر لارو او کوڅو پورې رسولي دي. نورزي دا ټول تورونه رد کړل.

د ۲۰۰۴ په اګست مياشت کې امريکايي مامورينو نورزي ته وړانديز وکړ چې د دوی له لوړ رتبه مديرانو سره د مذاکراتو په موخه بايد امريکا ته سفر وکړي. نورزي دا شرط کېښود چې که دی توافق وکړي، نو هلته به د امريکايي اطلاعاتي ادارو له لوري نه نيول کېږي. د ۲۰۰۵ کال په اپريل مياشت کې نورزی د سوداګرۍ له نړيوال مرکز څخه يو څو کوڅې لېرې د نيويارک ايالت په يوه لوکس هوټل امبسي سويټس کې و. نورزي څو ورځې ځان په دې هوټل کې حبس کړ، تر څو د امريکا د اطلاعاتي بنسټونو له مکررو څېړنو د يو څو ورځو لپاره وتښتي چي د ملا عمر او اسامه بن لادن د پټنځای په اړه يې حساس معلومات غوښتل.

نورزي هڅه وکړه چې د امریکا اطلاعاتي ادارې کم ارزښته کړي او د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې چې په افغانستان کې يې سر راپورته کړی و، ځان د يوه لوبغاړي او قوي متحد په توګه وښيي، خو نوموړی غولېدلی و. دا په دام کې د ده د اچولو طرحه وه. کله چې يې غوښتل بيرته پاکستان ته ولاړ شي، له نشه‌يي توکو سره د امريکا د مبارزې ادارې يوه مامور د هغه مهر شوي حکم له مخې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور ونيوه چې مياشتې وړاندی صادر شوی و. تر نيولو وروسته، نورزی په امريکا کې محاکمه او د ۲۰۰۹ کال پر مهال په عمري بند محکوم شو.

د طالبانو چنې او د نورزي خوشې کېدل

د ۲۰۱۹ کال په لومړيو کې د امريکايانو او طالبانو تر منځ د تودو مذاکراتو پر مهال ملا عبدالغني برادر چې اوس مهال د طالبانو د رییس الوزرا مرستيال او د طالبانو بنسټګر دی، امريکايانو ته د زندانيانو د تبادلې وړانديز وکړ. د دې وړانديز اصلي موخه د بشير نورزي خوشې کېدل او افغانستان ته د هغه راستنول و. زلمي خليلزاد چې هغه مهال د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړی استازی و، دا وړانديز له طالبانو سره د مذاکراتو د مخته وړلو لپاره د يوه اقدام په توګه د ټرمپ حکومت ته وړاندې کړ. سره له دې چې خليلزاد هڅې وکړې او د ټرمپ حکومت د نورزي د خوشې کولو لپاره لومړنۍ ارزونې ترسره کړې، خو بيا هم امريکايي چارواکي په دې تړاو توافق ته ونه رسېدل چې لامل يې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې د نورزي ګډون او د ده قبيلوي نفوذ و.

د ۲۰۲۲ د جولای پر مهال د ملا عمر زوی او د طالبانو اوسنی دفاع وزير ملا يعقوب په یوه پټ ډيپلوماټيک سفر دوحې ته ولاړ او له يو شمېر امريکايي چارواکو سره يې وليدل. د ده د ماموريت موخه د نورزي د خوشې کولو په تړاو له امريکايانو سره مذاکرات کول و. په دې مذاکراتو کې نوموړي وړانديز وکړ چې بشير نورزی دې د امريکايي وګړي مارک فرريکس په بدل کې چې طالبانو د ۲۰۲۰ پر مهال تښتولی و او له دوی سره بندي و، له بنده ازاد کړل شي.

د همدې معاملې په پايله کې امريکايانو تر يوه کال د زياتو اوږدو مذاکراتو په جريان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د سپټمبر د مياشتې په منځنيو کې نورزی د مارک فرريکس په مقابل کې تر اوولس کلن بند وروسته ازاد کړ. نورزي د خوشې کېدو په لومړۍ ورځ افغانستان ته پرواز وکړ او د سپټمبر په ۱۹مه په هوايي ډګر کې ښکته شو او د طالبانو له تود هرکلي سره مخ شو.

نورزی چيرته دی او څه کوي؟

د ۲۰۲۲ د اپريل پر مهال، د طالبانو مشر هبت‌الله آخوندزاده د يوه فرمان له لارې د نشه‌يي توکو کښت، توليد او سوداګرۍ ممنوع کړه. په وروستيو کې د (ALCIS) له لوري د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په افغانستان او په ځانګړې توګه هلمند کې چې د تارياکو د کښت مرکز و، د تارياک کرکيله ۹۹ سلنه کمه شوې ده. که څه هم د دې راپور د سموالي او ناسموالي په اړه جدي خبرې شته دي، خو د نشه‌يي توکو په کښت او توليد کې دا د پام وړ کمښت د بي بي سي ځمکنيو راپورونو هم تاييد کړی دی.

له دې سره – سره، د نشه‌يي توکو د مشهورو قاچاقبرو او د بشير نورزي په څېر د طالبانو د کليدي ملاتړو د برخليک په اړه جدي پوښتنې شته دي چې خپله پانګه يې د نشه‌يي توکو او تارياکو د غير قانوني سوداګرۍ له لارې تر لاسه کړې ده. له نشه‌يي توکو سره د مبارزې وزارت يوه پخواني چارواکي د خپل هويت د پټ ساتلو په شرط وويل، چې د تارياکو د توليد کمښت له طالبانو سره د نشه‌يي توکو د تړلو قاچاقبرانو موقعيت نه دی تضعيف کړی بلکې دې چارې دوی نور هم مهم کړي دي او له لا زيات امنيت او فرصتونو څخه برخمن شوي دي.

له دې سره – سره، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د څارنې ټيم راپور ښيي چې لا هم وختي دی چې د ۲۰۲۲ د اپريل پر مهال د کوکنارو د کښت ممنوعیت په تړاو د طالبانو د مشر د فرمان پر اغېزو دې قضاوت وشي ځکه د تارياکو پراخې زېرمي شته دي. دا بنديز له يوې خوا د نشه‌يي توکو قيمت په نړيوالو بازارونو کې څو برابره لوړوي او بل لور ته، ټول واړه او خپلواک لوبغاړي حذفوي او يوازې د هغو مهمو څېرو او شبکو واک او ځواک زياتوي چې له طالبانو سره تړلي دي.

دا سناريو که له يوې خوا له نړيوالې ټولنې سره طالبانو ته د چنې وهلو فرصت برابروي، بل لور ته د هغو قاچاقبرانو لپاره امن چاپېريال هم برابروي چې له دوی سره تړاو لري تر څو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې د نړيوالو بنسټونو له څار پرته خپل کاروبار پراخ کړي.

د نورزي ژوند په هیواد کې د قدرت د قومي جوړښتونو او نشه‌يي توکو د مافيايي عملياتو په تړاو د هغه د ژور درک څرګندونه کوي. دی پوهېږي چې راڅرګندېدل او دا مهال په ډاګيزه توګه په صحنه کې شتون يوازې د دښمنانو پام را اړوي او خطرونه نور هم زياتوي. له همدې کبله، دی د تل په څېر دې ته ترجېح ورکوي چې چارې د پردې له شا رهبري کړي، چيرته چې له لا زيات امنيت او فرصت څخه برخمن دی او کمې سترګې يې له نشه‌يي توکو سره تړلې چارې څاري. له سترګو پټ فعاليت کول، ده ته د چارو په مخته وړلو کې ازادي ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه