يان اګلينډ: د ناټو غړي هيوادونه نن حتا په افغانستان کې له وږو ماشومانو سره هم مرسته نه کوي

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي يان اګلينډ وايي چې د ناټو غړو هيوادونو په افغانستان کې د خپلو نظامي عملياتو لپاره تريليونونه [ډالر] ولګول؛ خو نن حتا په دې هيواد کې له وږو ماشومانو سره خوراکي مرسته نه کوي.

ده نن (دوشنبه، ۱۶ د زمري) په يوه ټويټ کې ليکلي دي چې د تېرو څو لسيزو پر مهال افغانستان د ناټو لپاره د اوکراين په څېر ستراتېژيک ارزښت درلود.

يان اګلينډ پسي ليکلي دي چې اوس مهال د ناټو غړي هيوادونه «حتا له هغو وږو ماشومانو سره کافي خوراکي مرسته نه کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې يې شاته پرېښودل».

نوموړی په داسي حال کې د ناټو پر غړو هيوادونو نيوکه کوي چې په افغانستان کې بشرپالي عمليات د بودجې له کمښت سره مخ دي.

د بشرپالو مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي چې د روان ميلادي کال پر مهال يې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د غوښتل شوې بودجې ۲۵ سلنه تأمين شوې ده.

د خوراک نړيوال پروګرام هم وايي چې د دې سازمان مرستې په افغانستان کې د بودجې د کمښت له وجې کمې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه