اطلاعات روز: ارزګان او پروان کې ځایي سرچينې او د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې دوه تنه د «نامعلومو کسانو» له لوري وژل شوي دي.
ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ګران په نامه یو کس تېره شپه (یکشنبه، ۱۵ د زمري) نامعلومو کسانو له خپل کوره ویستلی او بیا یې وژلی دی.
د فريد صاحبزاده په نوم یوه ارزګاني ځوان پر خپله فيس بوک پاڼه لیکلي، چې ګران د دوی بزګر او یو غریب کاره سړی و، چې تېره شپه نامعلومو کسانو له خپل کوره په زور ویستلی او بیا یې د طالبانو د ولایت مقام په ۵۰ مترۍ کې په دار ځړولی دی.
نوموړی د طالبانو له مسوولينو غوښتنه کوي چې د ګران د وژنې عاملین دې د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
د دغه وژنې لامل نه دی روښانه شوی او نه هم دغلته د طالبانو مسوولینو په دې اړه څه ویلي دي.
دغه راز پروان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسله والو د دغه ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې یو ۴۶ کلن سړی په ډزو وژلی دی.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند کامران زيد وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين شاوخوا ۳:۰۰ بجې د کوه صافي ولسوالۍ د «باعث خېلو» په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وژل شوى کس محمد صابر نومېده او هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی چې کله د «ملا احمدخیل» کلي کې په کرونده بوخت و.
پروان کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند زیاتوي، چې تراوسه ددغې وژنې انګيزه څرګنده نه ده او په دې اړوند يې پلټنې پېل کړې دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوې دي.
