د کونړ په آسمار ولسوالۍ کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه وچکالۍ ځپلې

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: د کونړ د آسمار ولسوالۍ کروندګر شکایت کوي، چې وچکالۍ په دې ولسوالۍ کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ځپلې او د اوبو د نشتوالي له امله ترې حاصل نه شي اخېستلی.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې دغلته د اوبو سطحه تر دې اندازې ټیټه شوې چې نه یوازې یې فصلونه وچ شوي بلکې په څاګانو کې یې د اوداسه اوبه هم په سختۍ پیدا کېږي.

د آسمار ولسوالۍ یو کروندګر غلام علي وايي، په دې ولسوالۍ کې ۱۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه وچکالۍ ځپلې او په کې ولاړ فصلونه د وچېدو په حال کې دي.

نوموړي وویل: «لس زره جریبه ځمکه ده، لس زره کوره دي دلته، یعنې دغلته پټیو ته دې بوځم، په دې ځمکه کې مونږ جوار کرلي په دې ځمکه ترکاري ګانې مو ټولې وچې شوې. مونږ د اوداسه اوبه نه لرو، چې مونږ پرې اودس وکړو، اوس دې هلته اوبو ته بیایم هلته اوبه دي، چې درې نفره کېني څلورم نفر ته اوبه نشته.»

د آسمار ولسوالۍ کروند ګر وايي، د اوبو د نشتوالي له امله یې کروندو کې کرل شوي فصلونه وچ شوي، چې دې چارې له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.

کروندګر فیض محمد وايي، نه یوازې دا چې د پخواني نظام پرمهال ورسره مرستې نه دي شوي؛ بلکې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې لا هم لاسنیوی نه دی شوی.

دی زیاتوي، چې د پخواني نظام پرمهال د طالبانو د وسله وال فعالیت له امله له دولتي مرستو بې برخې وو، خو اوس چې طالبان واک ته رسېدلي دې ډلې هم له پامه غورځولي دي.

فیض محمد وویل: «په پټیو کې مو جوار وچ شول، مالونه مو تږي دي، اوس د غره اوبه نه رسېږي مونږ داسې په تکلیف یو ورسره چې ته ووایې آفرین. نغدي مرستې مونږ سره چا هم نه دي کړي.»

د آسمار ولسوالۍ کروند ګر په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت ستونزې حل په برخه کې طالب چارواکي پر ناغېړۍ تورنوي او وايي، چې دې ډلې د دې برخې د پیاوړتیا لپاره کارنده ګام نه دی پورته کړی.

د کونړ د آسمار ولسوالۍ ځايي طالب چارواکي د کروندګرو نیوکې او شکایتونه پرځای بولي او وايي، د دغې ولسوالۍ په ګڼو درو کې د اوبو د نشتون له امله ګڼې ځمکې للمي دي، چې کروندګر یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال حضرت علي ذاکر وايي، له ولایتي طالب چارواکو یې غوښتنه کړې، چې د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دې د اوبو یو لوی سربند جوړ کړي؛ ترڅو کروندګرو ته په کافي اندازه اوبه ورسېږي.

د آسمار ولسوالۍ ځايي خلک او کروندګر وايي، د وچکالۍ د مخنیوي لپاره دې د طالبانو حکومت په دې ولسوالۍ کې د اوبو لوی او واړه سربندونه جوړ کړي، ترڅو له یوه لوري د سیند او سیلابونو اوبه مهار او له بل لوري وچې او للمي ځمکې خړوبې شي. دوی باور لري، که په دې ولسوالۍ کې د اوبو د نشتوالي ستونزه حل شي، نو د ګڼو کروندګرو اقتصادي ستونزې به حل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه