اطلاعات روز: د فارياب ولايت د دولتآباد ولسوالۍ د «توپخانې کلا» کلي يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو يو غړی غواړي چې يوه ۱۳ کلنه نجلۍ په زور سره په نکاح کړي.
د ځايي سرچينو په وينا، د طالبانو دا غړی په دولت آباد ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال ملا محمد عيسی خورېیی او د ده ساتونکی دی.
سرچينې وايي، چې دا کس غواړي يوه ۱۳ کلنه نجلۍ چې د بل چا کوژدن هم ده، په زور ځانته په نکاح کړي. د سرچينو په وينا، د طالبانو ولسوال هم د خپل خورېيي ملاتړ کوي.
په ويډيويي کليپونو کې چې تېره ورځ (شنبه، ۱۴ د زمري) پر ټولنيزو او نورو رسنيو خپاره شوي دي، د دولت آباد ولسوالۍ د «توپخانې کلا» کلي يو شمېر اوسېدونکو پکې د طالبانو له غړي سره د دې ۱۳ کلنې نجلۍ د جبري نکاح د مخنيوي په موخه اعتراض کړی دی.
يوه معترضه ښځه طالبان په زور کارولو او ظلم کولو تورنوي او وايي، چې د دې ډلې يو غړی غواړي چې يوه کم عمره نجلۍ ځانته نکاح کړي.
دا نجلۍ په يوه ويډيويي کليپ کې وايي، چې په هيڅ توګه هم نه غواړي چې د دې طالب ښځه شي. دا د خپلې ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي.
د فارياب ولايت په دولتآباد ولسوالۍ کې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دا ۱۳ کلنه نجلۍ اوس مهال کوژدن شوې او کوژدن يې په ايران کې دی.
سرچينې وويل: «د نجلۍ کوژدن په ايران کې دی، خو ګاونډی يې چې طالب دی، پر دې مين شوی او دا په زور ځانته غواړي. د طالبانو ولسوال هم خلکو ته خبرداری ورکړی چې نجلۍ بايد د ده ساتونکي ته ورکړي.»
يوه بله سرچينه وايي، چې دا نجلۍ يوه اونۍ وړاندې له همدې طالب سره چې په دولتآباد کې د طالبانو د ولسوال ساتونکی او د هغه خپلوان دی، کوژدن شوې وه؛ خو تر يوې اونۍ وروسته يې له يوه-بل سره اختلاف راغلی دی.
د سرچينې په وينا، طالبانو د نجلۍ او هلک پلار نيولي دي او دا مهال دواړه بنديان دي.
په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شمس الله محمدي په دې تړاو د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبريال پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.
