هلمند کې د سختې بې‌وزلۍ له امله هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي

انځور: استول شوی

د هیواد په سویل هلمند ولایت کې وروستیو وچکالیو او بې‌وزلۍ خلک سخت ځپلي چې له امله یې دغلته روغتیایي ستونزې زیاتې شوي او خلک نشي کولای چې په ورځني ډول کافي خوړو ته لاسرسی پیدا کړي.

هلمند کې د طالبانو روغتيايي مسوولين وایي، چې دوی هره میاشت د دغه ولایت په ۱۶۳ روغتیایي مرکزونو کې د شاوخوا ۱۰ زره هغه ماشومانو درملنه کوي چې په خوارځواکۍ اخته شوي وي.

په دې ولایت کې د خوارځواکه ماشومانو د تغذیې مسوول يارمحمد ناصري د ماشومانو د خوارځواکۍ ستر لامل د کورنیو بې‌وزلي یادوي او زیاتوي، چې د تېرکال په پرتله سږکال هلمند کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی دی. دی وایي، د تېر (۲۰۲۲) ميلادي کال په اوله ربع کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر ۱۶ زره وو، خو د سږکال (۲۰۲۳) په دریو میاشتو کې یاد شمېر ۲۱ زره ته رسیدلی دی.

نوموړي وویل:«موږ په هلمند کې د مياشتې د ۱۰ زرو په شاوخوا کې هغه ماشومان چې عمرونه يې تر ۵ کلونو کم وي تداوي کوو.»

ناصري زیاته کړه، چې دوی په تېر (۲۰۲۲) ميلادي کال کې د ۵۰ زره خوارځواکه ماشومانو درملنه کړې چې له منځه یې ۲۰ تنه مړه شوي او سږکال (۲۰۲۳)  له جنورۍ څخه  بیا تر جولای مياشتې پورې یوازې ۹ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی. 

ورته مهال یو تن روغتیاپال محمد نسیم اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په کم عمر کې واده، باکيفيته خوړو ته نه لاس رسی، بې وزلي، بې سوادي او د زیږون ترمنځ د فاصلي نه مراعت کول هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

هغه له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپلو نويو زيږيدلو ماشومانو ته تر دوه کالو پورې د مور شېدې ورکړي او د ولادتونو تر منځ فاصله مراعات کړي.

دغه راز په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنی بیا وايي، چې په ټول ولايت کې په کليوالو سيمو کې ماشومان په خوارځواکی اخته شوي دي.

بي بي زرمينه چې د خپل خوارځواکه لمسي سره د نادعلي ولسوالۍ څخه د هلمند بست روغتون ته راغلې وايي، چې د دوی په سيمه کې سخته بې‌وزلي ده او خلک نه پوهيږي چې په څه ډول د خپلو ماشومانو ساتنه او پالنه وکړي.

هغې وویل:« شپږ ورځې کېږې د ۵ کلو په عمر یو ماشوم مې دلته بسترکړی، بې‌وزلي او غربت له امله موږ دومره توان نه لرو چې وچه ډوډۍ برابره کړو موږ هېله لرو چې زموږ سره مرستې وشي.»

میندې وایي، په کور کې د کافي خوړو نه درلودو له کبله یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي. انځور: استول شوی

د مرکز لښکرګاه اوسيدونکی نعمت الله چې خپل دوه کلن زوی يې په خوارځواکی شوی وایي، له کله نه یې پر زوی د مور شېدې بندې شوي، نو ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

نومړی زیاتوي: «مور یې شېدې نه لري ما خپله يو څه وخت د بازار شېدې ورته راوړې، خو وروسته مې ولاکه وس ورباندې رسيدلی وي، بیامو سيرانه اخيستلې وروسته مې هغه هم تر توان ووتلې چې شېدې مو ورباندې بندې کړې يو څو ورځې وروسته بس دغه حال ته ورسيده.»

ورته مهال هلمند ولايت کې د خوارځواکه ماشومانو د تغذيې مشر ډاکټر يارمحمد ناصری وايي، چې دوی د نړيوالو سازمانونو سره په دې ولايت کې د خوارځواکه کورنيو اوسنی حالت شريک کړی او هغوی هره مياشت د دغه ډول کورنيو سره مرستې ترسره کوي.

نوموړي وویل :«د WFP لخوا هغه ميندو ته هم خوراکې توکې ورکول کیږې چې خوارځواکه وي اویا کافي خوړو ته لاس رسی نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې د بودیجې د کموالي له کبله اړ شوي چې د خپلو مرستو له لېسته اته میلیونه افغانان وباسي.

د روان کال په مارچ میاشت کې اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په افغانستان څه باندې ۲۸ میلیونه کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه