اطلاعات روز: د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کميټې په ننګرهار کې د طالبانو له لوري د يوې محلي رسنۍ تړل کېدو ته په غبرګون کې له دې ډلې غوښتي چې د افغانستان د رسنيو له ځپنې دې لاس واخلي.
طالبانو د تېرې اونۍ د سېشنبې په ورځ د «هميشهبهار» راډيو او ټلويزیون کارکوونکي وشړل او د دغه رسنۍ دروازې ته يې قلف ور واچاوه.
طالبانو د تېري اونۍ د يکشنبې په ورځ د اطلاعاتو تر ترلاسه کولو وروسته چې په هميشه بهار راډيو او ټلويزیون کې د نجونو په شتون کې د ورځپاڼه ليکنې په اړه روزنيز پروګرام جوړ شوی، پر دې رسنۍ هجوم ور وړی وو.
د خبريالانو د نړيوالې کميټې د اسيايي پروګرام همغږي کوونکي به لیهیی ويلي، چې طالبان بايد د هميشه بهار راډيو او ټلويزیون ته اجازه ورکړي چې خپل فعاليت بیرته له سره پېل کړي.
ده زياته کړې: «دا وحشتناکه ده چې طالبانو يوه رسنۍ د ورځپاڼه ليکنې په يوه روزنيزه غونډه کې د نجونو د ګډون له امله تړلې.»
د ده په وينا، له خپلو حقونو د ښځو محروميت، د طالبانو د حکومت څرګنده ځانګړنه ده.
د خبريالانو د خونديتوب کميټې ويلي، چې هميشه بهار راډيو او ټلويزیون ۳۵ کارمندان لري چې نهه تنه يې ښځې دي.
طالبانو تر اوسه د دې رسنۍ د تړلو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې د هميشه بهار راډيو او ټلويزیون مسوول مدير اتل خان ستانکزي د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي و، چې طالبانو ورته ويلي چې «موږ ته د چارواکو له لوري امر شوی چې د کار مخنيوی مو وکړو او دروازې مو قلف کړو».
