اطلاعات روز: د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې خلک شکایت کوي، چې دغلته زرګونه کورنۍ مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسی نه درلودو له امله له ستونزو سره مخ دي.
د نورګل ولسوالۍ ماماګل دره یو له هغو سیمو ده، چې اوسېدونکي یې د مخابراتي خدمتونو له نشتوالي او په دې برخه کې له جدي ستونزو سر ټکوي.
ددې درې ځایي خلک نیوکه کوي، چې په تېرو دوو لسیزو کې ورته د ناامنیو په پلمه مخابراتي آسانتیاوې نه دي برابرې شوي، چې په وینا یې له شاوخوا دوو کالو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي یوازې په ژمنو تېر ایستل کېږي.
د ماماګل درې اوسېدونکی منظر خان وایي، د یادې درې په ټولو برخو کې مخابراتي خدمتونه صفر دي او نشي کولی، چې د اړتیا پرمهال له خپل مقابل لوري سره اړیکه ټینګه کړي.
منظر خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل : «د مخابراتي شبکو ستونزې سره ډېر مخ یو، مخابراتي شبکې چې دي دلته په مکمل ډول باندې صفر دي. مونږ ته که دلته مشکل پیدا شي پاس د غره سر ته خېژو، بیا د هغې ځای نه مونږ زنګ وهو، نو هلته هم بیا مخابراتي شبکه یا کار وکړي یا ونه کړي.»
د نورګل ولسوالۍ د ماما ګل درې خلک وایي، د مخابراتي خدمتونو نشتوالي لسیزې شاته بېولي او د نړۍ له حاله په ناخبرۍ کې ژوند کوي.
د ماماګل درې اوسېدونکی ضمیرګل وایي، د مخابراتي شبکو نه فعالیت له څنګلورو سیمو لېرې ساتلي او د خپلو نږدې خپلوانو له مړي – ژوندي هم نشي خبرېدلی.
نوموړي وویل: «دلته خو ستونزې دادي، چې اول قدم کې مخابراتي شبکې مشکلات دي، ډېر زیات دي، بېخي رابطه کېږي نه، مړی وشي ژوندی وشي بل ځای کې خپل خپلوان وي د هغوی رابطه نه کېږي.»
د سیمې خلک نیوکه کوي، چې په ځلونو یې تېر حکومت او د طالبانو اوسني رژیم ته خپلې ستونزې اورولي، خو په خبره یې تر اوسه ورته د یادې ستونزې د حل لپاره کارنده ګام نه دی پورته شوی.
د ماماګل درې خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په دې دره کې دې د مخابراتي شبکو د فعالیت لپاره ګړندي اقدامات ترسره کړي.
آخوا طالب چارواکي ډاډ ورکوي، چې نږدې راتلوونکي کې به د کونړ په ګڼو سیمو کې د مخابراتي شبکو د نه فعالیت ستونزه حل شي.
د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت لپاره د طالبانو سرپرست وزیر نجیب الله حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې روان کال په دې ولایت کې د شاوخوا شلو مخابراتي ستنو د لګولو پلان لري، چې د ماماګل درې په ګډون به ډېرې سیمې تر خپل پوښښ لاندې راولي.
حقاني وویل: «کونړ لپاره مونږ تقریباً څه دپاسه شل سایټونه په نظر کې لرو، لېرې پرتو علاقو ته، مونږ د حکومت یا TDF له فنډ نه تمویل کړو، نه دا چې په موسېساتو باندې یې تمویل کړو په شرکتونو یې تمویل کړو؛ بلکې دغه تمویل د TDF له فنډ نه کوو، امید دی چې نږدې وخت کې ان شاءالله دغه اعلان تاسو واورئ.»
د کونړ د نورګل ولسوالۍ ماما ګل دره د کونړ له مرکز اسعد آباد څخه ٦٥ کېلو متره لېرې ده، چې د ځایي اوسېدنکو د معلوماتو له مخې په دې دره کې شاوخوا شپږ زره کورنۍ ژوند کوي، چې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي سربېره د پوهنې، روغتیا، کرنې، بیا رغونې او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې په دې برخه کې صادقانه کار وکړي.
